د رېتک روشن د دماغ جراحي عملیات تر سره شول

Image caption د ډاکټر شرما په وینا روشن به څو ورځې وروسته له روغتونه کورته ستون شي.

د هندي فلمونو د مشهور لوبغاړي رېتک روشن، د دماغ بریالي جراحي عملیات ترسره شول.

د نوموړي له دماغه د وینې هغه غوټه لرې کړله شوه، چې دوې میاشتې مخکې د یوه ټپ له کبله د هغه په سر کې یو ځای شوې وه.

رېتک روشن "بینګ بینګ" نومي فلم ثبت کاوه، چې وغورځېد او سر یې ټپي شو.

د نوموي درملنه کوونکي ډاکټر وي کي شرما وايي، نوموړي له غورځېدو وروسته څه موده سردردي محسوسوله، خو درد ضد درمل یې کارول، کله چې ښه نه شو، نو موږ یې سټي سکین معاینه واخیسته او معلومه شوه، چې سر کې یې وینه غوټه شوې.

د ډاکټر شرما په وینا روشن به څو ورځې وروسته له روغتونه کورته ستون شي.

د نوموړي په خبره رېتک هوښ کې دی، خو د احتیاط لپاره ورته ویل شوي، باید څلور اونۍ ارام وکړي او له هغه وروسته کولای شي، خپل فلمي فعالیتونه بیا پیل کړي.

د هندي فلمونو مشهور ډایرکټر، فلمي لوبغاړي او د رېتک پلار راکېش روشن بي بي سي هندي ته ویلي، چې د رېتک دماغ کې غوټه شوې وینه، د کوپړۍ او دماغ تر منځ موجوده وه، چې اوس ایستل شوې.

هغه زیاته کړه، عملیات د یکشنبې په ورځ ماسپښین درې بجې وشول او ۵۵ دقیقې وخت یې ونیو. نوموړي وویل، رېتک به تر ۴۸ ساعتونو روغتون کې وي او له هغه وروسته به کورته ولېږدول شي.