اخوان المسلمین د منصور ټاکنیز پلان رد کړ

Image caption مصر کې پوځ ولسمشر محمد مرسي ګوښه او پر ځای یې عدلي محمود منصور د دغه هېواد موقت ولسمشر وټاکه.

د اخوان المسلمین مشرانو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مصر منځمهالي ولسمشر عدلي منصور پلان رد کړ.

عصام الریان چې د اخوان المسلمین یوه وتلې څېره ده وايي په اساسي قانون کې بدلون او په راتلونکې کال کې ټول ټاکنې به هیواد بېرته د صفر حالت ته ښکته کړي.

وړاندې د مصر منځمهالي ولسمشر عدلي منصور ویلي، چې تر ۲۰۱۴ کال مخکې باید ټاکنې وشي او د اساسي قانون د تعدیل لپاره یې یوه جرګه کۍ هم ټاکلې ده چې تر دوو میاشتو مخکې اساسي قانون د تعدیل راوستلو راپور ولسمشر ته وسپاري.

عدلي منصور وايي "د قانون له مخې دغه جرګه ګۍ تر ۱۵ ورځو کم وخت لري، چې اساسي قانون کې دوو راتلونکو میاشتو کې تعدیل راولي او منځمهالي ولسمشر ته یې وسپاري".

منځمهالی ولسمشر وايي، چې دغه تعدیل به په یوه میاشت کې ولس ته د ټول پوښتنې لپاره وړاندې شي او بیا دوو میاشتو کې به ټاکنې کېږي.

دغه فرمان داسې مهال صادر شوی، چې د قاهرې نارامیو کې نژد ۵۱ کسان وژل شوي.

پر اساسي قانون عمل تېره اوونۍ وروسته تر هغه وځنډول شو، چې ولسمشر محمد مرسي د پراخو لاریونونو له کبله له واکه لیرې شو.

اخوان المسلمین ګوند وايي، چې پوځ پر اخواني غړو ډزې کړې، ګڼ یې وژلي او نیولي دي، خو پوځ وايي، چې لومړی پر دوی وسله وال برید شوی، بیا دوی خپل غبرګون ښوولی.

Image caption اخوان المسلمین خپلو پلویانو ته وایي چې په سړکونو کې لاریونونو ته دوام ورکړی او د حکومت اطاعت ونه مني.

محمد مرسي لومړی مصری ټاکل شوی ولسمشر و، چې د پوځ له خوا تر پراخو ولسي پاڅونونو او مظاهرو وروسته له واکه لیرې شو.

د مرسي پلویان د پوځ دغه کړنه یو انقلاب بولي، خو مخالفین یې وايي، چې دا ګام د هغو پراخو لاریونونو او پاڅون یوه برخه ده، چې ۲۰۱۱ کې مخکنی دکتاتور مصری ولسمشر حسني مبارک یې تر ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته له واکه لیرې کړ او بندي شو.

د فرانسې خبري اژانس د اساسي قانون د یوه قانون پوه زیدالعلي له خولې وايي "غه طریقه چې دغه اعلان یې په مټ وشو، دې ته لار هواروي، چې ټاکنې د همدې مودې د ننه کېدونکې دي".

خو له ۳۳ مادو دغه جوړ قانوني اعلان، لاهم "مبهم" پاتې دی.

په اعلان کې راغلي، چې ولسمشر تنفیذي واک لري او قضا خپلواکه ده.

د حکومت مشري

بل خوا، رویټرز خبري اژانس وايي، د مالیې مخکنی وزیر سمیر رضوان د لومړي وزیر څوکۍ ته غوره کس ګڼل شوی، خو منځمهالې اداره مصر ته له اوسني سیاسي کړکېچه د وتلو لار لټوي.

رضوان ویلي، چې په دې اړه هېچا هم څه نه دي ورته ویلي.

منځمهال ولسمشر د تېرې اوونۍ له پیله د نوي منځمهاله حکومت جوړولو په هڅه کې دی، چې په لړ کې یې ټاکنو ته لاره هواره شي.

ناهیلۍ

مصر کې د دوشنبې پر ورځ (د می ۸ مه) وژنو هغه هیلې له خاورو سره برابرې کړې چې په مصر کې به د محمد مرسي تر لرې کېدو یوه اوونۍ وروسته یوه کارنده او واحده حکومتي اداره جوړه شي.

Image caption د مصر تاوتریخوالي کې لږترلږه ۵۱ کسان وژل شوي.

لکه چې د بي بي سي وایر دېوېس کاږي، د قاهرې په ختیځو څنډو کې د رابع العدويه جومات کې وژنو د خلکو سخته غوسه را وپاروله.

د ځینو نور اسلامي ګوندونو په څېر اخوان المسلمین د پوځ له خوا د ګومارل شوي ولسمشر عادل منصور سره د منځمهالي حکومت د جوړولو په اړه خبرو اترو ته نه وو ورغلی.

د اخوان المسلمین دریځ اوس نور هم سخت شوی دی.

اخوان المسلمین خپلو پلویانو ته وایي چې په سړکونو کې لاریونونو ته دوام ورکړی او د حکومت اطاعت ونه مني.

دا غوښتتنه د اخوان المسلمین هغه مشران کوي چې د مصر پوځي مشرانو نه دي نیولي.

اوس مصري ټولنه تر بل هر وخت زیاته وېشل شوې او سره بېله ده.

د پلازمینې په مرکز د تحریر په ډګر کې زرګونه کسان چې تېره اوونۍ یې د پوځي کودتاه ملاتړ وکړ هم په خپل دریځ ټينګ ولاړ دي.

دوی په یوه اعلامیه کې له نړۍ غواړي چې د مصر د موکراتیک ارمان تر سره کېدو سره مرسته وکړي او د اخوان المسلمین ډله یې په هغو ترهګرو تکتیکونو تورنه کړه چې د هېواد بې ثباتي غواړي.

په مصر کې تر محبوب انقلاب دوه نیم کاله وروسته لا هم ګرانه ده چې له دې ګډوډۍ د وتلو سوله یزه لاره وموندل شي او مرګ ژوبله هم په کې نه وي.

ورته مطالب