د نړۍ پوره نیم وګړي فکر کوي فساد ډیر شوی

Image caption دغې ټولپوښتنه له مخې افغانستان کې د فساد او رشوت ورکولو کچه ۴۶ سلنه ښول شوې ده.

د يوې ټولپوښتنې له مخې په نړۍ کې له دوو کسانو يو يې فکر کوي چې فساد په تېرو دوو کلونو کې ناوړه شوی دی. له څلورمې برخې ډېرو يې ويلی دوی په تېرو ۱۲ مياشتو کې چارواکيو ته رشوت ورکړی دی.

دغه پلټنه د شفافيت نړيوالې ټولنې له لوري ترسره شوې، او هغه څه يې خپاره کړي چې دوی يې د فساد کلنی شاخص بولي.

دغه شاخص دې ته اشاره کوي چې د فساد حالت په تېرو ۱۲ مياشتو کې ښه شوی او که لا ناوړه شوی دی. د شفافيت نړيواله ټولنې مرکز برلېن کې دی، پراخ شهرت څښتنه، او بې برې سازمان بلل کېږي.

د دغې ټولنې د ۲۰۱۳ کال فساد شاخص په ۱۰۷ هېوادونو کې ۱۱۴ زره کسان پوښتلي، او یو داسې نظر وړاندې کوي چې فساد او د مخنيوي لپاره يې د چارواکيو هلې ځلې، په تېره بيا د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ راهيسې ناوړه شوې دي.

د نړۍ په کچه د فساد کلني شاخص موندلې چې د پوښتل شويو ۲۷ سلنه يې ويلي تېرکال يې عامه خدمتونو او ادارو ته لاسرسي لپاره رشوت ورکړی دی.

په ډېرو هېوادونو کې پوښتل شويو خلکو ويلي پوليس او قضا تر ټولو زيات پر فساد ککړ دي. پلټونکيو ويلي د رشوت تر ټولو لوړې کچې لسو هېوادونو يې اته تر ټولو بېوزلي هېوادونه دي چې ټول يې په افريقا کې دي.

ټولپوښتنه کې سراليون د هېوادونو په سر کې راغلی چې د پوښتل شويو ۸۴ سلنې يې منلې، دوی رشوت ورکړی دی، او هغه هېوادونو چې تر ټولو کم رشوت راپور په کې ورکړل شوی، ډنمارک، فنلنډ، جاپان او اسټراليا راغلي، چې د رشوت کچه په کې ۱٪ سلنه ښول شوې ده.

افغانستان او فساد

دغې ټولپوښتنه له مخې افغانستان کې د فساد او رشوت ورکولو کچه ۴۶ سلنه ښول شوې ده.

د نشه يي توکيو او جرمونو په اړه د ملګريو ملتونو ادارې UNDOC ويلي د دوی د ۲۰۱۱/۲۰۱۲ کال سروې ښيي په افغانستان کې د عامه خدمتونو وړاندې کولو بهير لا اوس هم د رشوت تر ناوړه اغېز لاندی دی، او رشوت د دغه هېواد پر اقتصاد خورا بد اغېز پرې ايښی دی.

د دغې سروې له مخې په ۲۰۱۲ کال نيمو افغانانو د عامه خدمت بدل کې رشوت ورکړی، او د عامه خدمتونو چارواکيو ته د ورکړل شوي رشوت ټولټال ارزښت ۳،۹ مليارډ ډالرو ته رسېده. ډېری افغانان روشت او فساد د خپل هېواد پر وړاندې تر ټولو بيړنۍ ننګونه ګڼي.

ورته مطالب