څېړنه: کم خوبي د کوچنیانو ذهني قوت پڅوي

Image caption دا څېړنه په برتانيه کې پر ١١ زرو اووه کلنو کوچنيانو ترسره شوې ده.

يوې نوې څېړنې ښودلې چې تر ناوخته د کوچنيانو ويښ پاتېدل او د خوب نامنظموالى کېداى شي د کوچنيانو ذهني قوت پڅ کړي.

دا څېړنه په برتانيه کې پر ١١ زرو اووه کلنو کوچنيانو ترسره شوې ده.

هغه کوچنيان چې منظم خوب يې نه کاوه او يا د شپې تر نهو بجو ناوخته ويدېدل، په لوستلو او رياضي کې يې ستونزې درلودې.

په څېړنه کې راغلي چې بې خوبي د وجود عادي کار گډوډوي او په مغزو کې د نويو معلوماتو د کېناستو مخه نيسي.

دا اغېز په نجونو کې د هلکانو پر تله د عمر په لومړيو کلونو کې ډېر دى او همداسې پراخېږي.

په څېړنه کې راغلي چې بې خوبه کوچنيان ډېر په بېوزلو کورنيو پورې اړه لري او لږ امکان شته چې څوک دې ورته د کټ څنگ ته د شپې کتاب ولولي، په عمومي ډول ډېر ټلوېزيون گوري او ځينې يې په خپلو خونو کې ټلوېزيونونه لري.

د پلټنې چمتو کوونکي وايي، له دې سره سره هم داسې شواهد نشته چې د ماښام تر اووه نيمو بجو دمخه د کوچنيانو ويده کول دې د هغوى د ذهني قوت پر ډېرولو مثبت اغېز ولري.

خو په برتانيه کې د رويال کالج د کوچنيانو د روغتيايي برخې کارکوونکي ډاکټر رابرت سکاټ- جپ وویل:" په لومړي نظر داسې برېښي چې د دې پلټنې پر بنسټ، هغه کوچنيان چې لږ خوب کوي، ذهني قوت يې کمېږي، خو په حقيقت کې دا يوه ډېره پېچلې مساله ده".

د پلټنې چمتو کوونکو له ډله نه پروفیسره سکر وايي په کوچنیوالي کې منظم خوب کول ښايي بهترین عمل وي خو وخت اوس هم تېر نه دی.

ورته مطالب