وینزویلا او نیکاراګوا د سنوډن پناه غوښتنه تایید کړه

Image caption باور دی چې ښاغلی سنوډن له تېرو دوو اونیو راهیسې د مسکو هوايي ډګر په ترانزیت سیمه کې دی.

د وینزویلا او نیکاراګوا حکومتونو تایید کړې چې دوی د امریکا د تښتېدلي استخباراتي څېړونکي ادوارد سنوډن له خوا د پناه اخیستو غوښتنې ترلاسه کړې دي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي اوس د ښاغلي سنوډن لپاره د پرېکړې کولو وخت دی، چې ورشي.

په همدې وخت کې د فرانسې، اسپانیا، پرتګال او ایتالیا د بولویا حکومت له چارواکو سره لیدلي او روښانه کړې یې ده چې ولې یې تېره اونۍ د بولویا ولسمشر الوتکې ته اجازه ورنکړه چې فضایي حریم ته یې ننوځي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو د روانې اونۍ پیل کې ویلي و، د امریکايي څار پروګرام افشا کوونکي اېډورډ سنوډن ته به پناه ورکړي، چې ګومان کېږي، د روسیې د پلازمېنې مسکو هوايي ډګر په ټرانزیټ برخه کې پټ دی.

مدورو وویل" د بولیواریین جمهوریت وینزویلا د ولسمشر په صفت، ځوان امریکايي اېډورډ سنوډن ته د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د پنا ورکولو وړاندیز کوم، چې هغه د شمالي امریکايي استعمار له ظلمه لېرې بولیویا او د چاوېز په هېواد کې ژوند وکړي."

بل لور ته د اې ایف پي خبري اژانش په رپوټ کې د نیکاراګوا د ولسمشر ډینیل اورټېګا له قوله ویل شوي، چې که حالات اجازه ورکړي، هېواد به یې سنوډن ته پناه ورکولو سره خوښي محسوسه کړي.

د ډینیل اورټېګا په وینا، مسکو کې یې د هېواد سفارت، د اېډورډ سنوډن د سیاسي پناه غوښتنلیک تر لاسه کړی دی.

ویل کېږي، چې سنوډن تر اوسه ۲۱ هېوادونو ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه لېږلي، چې اکثر یې رد شوي دي.

اېډورډ سنوډن په دا وروستیو کې هغه پروګرام په اړه جزیات افشا کړل، چې ګواکې د امریکا څارګرې ادارې په پراخه کچه د انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو څارنه کوله، چې دې سره وروسته امریکا کې د نوموړي پر ضد د غدارۍ قضیه ثبت شوه.

ورته مطالب