جاپان: د چین چلند د پېښې لامل کېدای شي

Image caption چینایان هڅه کوي چې د اوسني حالت د بدلولو لپاره له زوره کار واخلي. ایتسنوري اونودېرا

جاپان وايي د لانجمنو ټاپوګانو د اوبو په شاوخوا کې د چین چلند کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې پېښې لامل شي.

د دفاع وزارت یو راپور وايي، چین د جاپان تر ولکې لاندې اوبو کې مداخله کړې او پر هوايي حریم یې تېری کړی دی.

رپوټ کې چین تورن شوی او ویل شوي چې خطرناک ګامونه پورته کوي.

جاپان د دفاع وزیر ایتسنوري اونودېرا، وايي د چین ځینې کړنې داسې دي د جاپان د پارونې لامل کېږي، دی وايي:

"چینایان هڅه کوي چې د اوسني حالت د بدلولو لپاره له زوره کار واخلي چې دا د نړیوالو قوانینو سره مخالفت دی او دې ته د پاروونکي عمل په سترګه کتل کېدای شي."

له دې مخکې د سږ کال په پیل کې د جاپان صدراعظم شینزو ابي ویلي و، که چین د دوی تر کنټرول لاندې ټاپوګانو ته خپلې بېړۍ واستوي نو جاپان به یې جدي ځواب ورکړي.

نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړي وې چې اته چینايي بېړۍ لانجمنو ټاپوګانو ته نژدې ورغلي وې.

چین دغه لانجمنې ټاپوګان، چې د جاپان له خوا کنټرولېږي خپل ګڼي او تایوان هم د دغو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي.

پر دغو ټاپوګانو لانجه د دې لامل شوې چې د چین او جاپان ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.

ورته مطالب