پاکستان: د بن لادن په نه څارنه چارواکي غندل شوي

Image caption ټاکل شوې وه، چې دغه رپوټ خپور شي، خو وورسته پټ وساتل شو.

پاکستان کې د اسامه بن لادن وژل کېدو پېښې څېړونکي کمېسیون رپوټ کې د دغه هېواد پر ملکي او پوځي مشرتابه سختې نیوکې شوې.

د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه پوځي ښار ایبټ اباد کې اسامه بن لادن ځانګړو پوځي عملیاتو کې ووژل شو او پاکستاني حکومت د دغې پېښې څېړنې لپاره کمېسیون ټاکلی و.

د دغه کمېسیون رپوټ اوس هم نه دی خپور شوی، خو بي بي سي او نورو رسنیو لیدلی دی.

رپوټ کې لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په بې کفایتۍ او له مسوولیتونو په سترګو پټولو تورون شوي دي. رپوټ کې ویل شوي، چې اسامه بن لادن نهه کاله پاکستان کې پټ و.

د امریکا دریځ دا و، چې ایبټ اباد کې د دې ځانګړو عملیاتو هدف د اسامه بن لادن نیول او یا د نه نیول کېدو په صورت کې وژل وو، خو که هغه وسله غورځولې وای، نو نیول شوی به وای.

رپوټ کې د دې برعکس پایلو یادونه شوې او ویل شوي، چې د دې عملیاتو هدف یوازې د اسامه بن لادن وژل و او د هغه د نیولو هېڅ هوډ موجود نه و.

کمېسیون خپل رپوټ کې دا یوه مجرمانه وژنه بللې.

دغه رپوټ شپږ میاشتې مخکې د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر راجا پروېز اشرف ته وړاندې شو او ټاکل شوې وه، چې خپور شي، خو وورسته پټ وساتل شو.

د کمېسیون مشر ویلي حکومت ته د رپوټ له سپارل کېدو وروسته اوس د حکومت واک لري، چې دغه رپوټ خپروي او که نه.

رپوټ کې ویل شوي، چې اسامه بن لادن پاکستان کې نهه کاله تېر کړي، چې له دې نه یې شپږ کاله ایبټ اباد کې تېر کړي. رپوټ کې په حیرانتیا پوښتنه شوې، چې ۲۰۱۱ کې ایبټ اباد کې یو بل توند لاری مشر ونیول شو، نو ولې هغه مهال دا پوښتنه و نه شوه، چې دغه ښار کې نور څوک اوسېږي.

د رپوټ له مخې د پاکستاني پوځ مشرتابه د دې عملیاتو پر مهال خپل هوايي ځواک ته امر کړی، چې عملیات کوونکې امریکايي چورلکې په نښه کړي، خو د دې امر د عملي کېدو تر مهاله عملیات پای ته رسېدلي وو.

د کمېسیون همدې رپوټ کې پاکستاني استخباراتو د یوه پخواني مشر له قوله ویل شوي، داسې احتمال شته، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري هم پاکستان کې و.

کمېسیون د رپوټ چمتو کولو لپاره تر یوه کال ډېره موده کار وکړ او دې لړ کې یې له پاکستاني سیاستوالو، امنیتي مقاماتو، څارګرو ادارو او ژوند د نورو اړخونو له سلو ډېرو کسانو پوښتنې ګروېږنې کړې.

ورته مطالب