اخوان المسلمین نوې کابینه کې برخه اخیستل رد کړل

Image caption سياسي چنې د مصر د پوځ له هغه خبرداري وروسته پيل شوې چې په ټولو خواو يې غږ وکړ د واک انتقال ګډوډ نه کړي.

مصر کې د اخوان المسلمین ګوند، بي بي سي ته ويلي، دوی به د نوي حکومت په کابينه کې چې د لومړي وزير حازم البیبلاوي له لوري جوړېږي، د هر ډول مقام وړانديز رد کړي.

دغه ګوند دا ګام له هغه وروسته اخلي چې ښاغلی البیبلاوي لومړی وزير شو. اخوان المسلمين ويلي د ګوښه شوي ولسمشر محمد مرسي له بېرته ولسمشر کېدو پرته په نور څه نه راضي کېږي.

سياسي چنې د مصر د پوځ له هغه خبرداري وروسته پيل شوې چې په ټولو خواو يې غږ وکړ د واک انتقال ګډوډ نه کړي.

په قاهره کې د اخوان المسلمين يو ملاتړی تامر النشهر وايي چې ولې يې ګوند د البیبلاوي وړانديز نه مني:

" حازم البیبلاوي له پخواني ولسمشر حسني مبارک سره تړلی دی او دغه راز دی اوس د جنرال الفتاح السيسي او د ګوډاګي ولسشمر له لوري ټاکل شوی دی. تر هغه چې موږ په بشپړ ډول پوځي کودتا تاييد نه کړو البیبلاوي د دې حق نه لري چې موږ ته د کوم وزارت وړانديز وکړي"

پر موقتې اداره د مهم لبرال ايتلاف له لوري چې د موقت ولسمشر عدلي المنصور د اساسي قانون فرمان يې رد کړی، نيوکه شوې ده.

وړاندې د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور ویلي، چې تر ۲۰۱۴ کال مخکې باید ټاکنې وشي او د اساسي قانون د تعدیل لپاره یې یوه جرګه کۍ هم ټاکلې ده چې تر دوو میاشتو مخکې اساسي قانون د تعدیل راوستلو راپور ولسمشر ته وسپاري.

د ځینو نور اسلامي ګوندونو په څېر اخوان المسلمین د پوځ له خوا د ګومارل شوي ولسمشر عادل منصور سره د موقت حکومت د جوړولو په اړه خبرو اترو ته نه وو ورغلی.

د اخوان المسلمین دریځ اوس نور هم سخت شوی دی.

اخوان المسلمین خپلو پلویانو ته وایي چې په سړکونو کې لاریونونو ته دوام ورکړی او د حکومت اطاعت ونه مني.

د پلازمېنې قاهرې په مرکزي تحریر ډګر کې زرګونه کسان چې تېره اوونۍ یې د پوځي کودتاه ملاتړ وکړ هم په خپل دریځ ټينګ ولاړ دي.

دوی په یوه اعلامیه کې له نړۍ غواړي چې د مصر د موکراتیک ارمان تر سره کېدو سره مرسته وکړي او د اخوان المسلمین ډله یې په هغو ترهګرو تکتیکونو تورنوي چې د هېواد بې ثباتي غواړي.

ورته مطالب