سوري ځواکونو پر حمص هوايي او توپچي ګوزارونه کړي

Image caption دغه ښار تر ډېره حده وران شوی دی.

سوریه کې حکومتي ځواکونو د حمص په مرکزي ښارګوټي کې د ياغيانو پر سنګرونو نور هوايي بريدونه او د توپونو ګوزارونه کړي دي.

لندن مېشتې سوري فعالان وايي، ډېر ملکي کسان د طبي وسايلو او درملو د کمښت له امله مري.

حکومتي ځواکونه، چې د لبنان د حزب الله اسلامپاله ډله يې ملاتړ کوي د حمص ډېرې برخې یې بېرته نيولې او پر هغو سيمو يې له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې يرغل دوام لري چې د ښار په مرکز کې له ياغيانو سره دي.

ډېرې جګړه ځپلې سیمې وېجاړې شوې دي.

د ښار يو اوسېدونکی په حمص کې ورځنی ژوند داسې انځوروي:

" د توپونو او چاودنو ډزې هېڅ نه درېږي په ځانګړي ډول په دې ورځو کې دوی د اوږې د سر توغندي په ښار توغوي. ښار په درېو برخو وېشل شوی دی. کلابنده شوې سيمه، قبضه شوې سيمه او حکومت ته وفاداره سيمه. په کلابنده شوې سيمه کې استخباراتو د دوی ډېر کسان نيولي دي. د خوړو بېې بيخي پورته شوې. زموږ خلک خواړه نه لري، اوبه نه لري او درمل هم نه شته دي."

د روان کال په لومړیو کې د بي بي سي خبریال د حمص ښار په "حصویه" سیمه کې د ټول وژنې شواهد پخپلو سترګو ولیدل.

هغه مهال سوریه کې د بشري حقونو څارونکي ویلي و، د حمص په ټول وژنه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو کورونه هم په لوی لاس سېځل شوي وو.

د بي بي سي له لوري یوه ډله د سږکال په پیل کې د حمص ښار "حصویه" سیمې ته تللې وه او هلته یې په کورونو کې د ټول وژنې په اړه شواهد او لاهم پراته مړي ولیدل.

حکومتي پوځيانو ویل، چې وژل شوي کسان یې له کورونو لېرې غورځولي، او د دغې ټول وژنې پړه یې پر اسلام پالو وسله والو او حکومت ضد ځواکونو اچولې وه.

خو د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي و، چې سوري ځواکونه د ټول وژنې پر مهال د دوی په کلي کې وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلو هغه مهال وویل، چې ټول وژل شوي کسان سني مذهبه دي، چې د سیمې ډېری وګړي تشکیلوي، او د حکومت ضد پاڅونونو ملاتړ یې کاوه.

د تېر کال په وروستیو کې د سوریې دولتي پوځ د حمص ښار له یوې لویې برخې (دیر بعلبه) نه خپل وسله وال مخالفان په شا وتمبول او بیا یې په دې سیمه خپله ولکه ټینګه کړه.

تېر کې پرحمص ښار د واک لپاره د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوې، چې له کبله یې دغه ښار تر ډېره حده وران شوی دی.

ورته مطالب