د ملالې هڅې او په پاکستان کې بي وزلي

Image caption ملاله غواړي په خپله وینا کې پر نړېوالو مشرانو غږ وکړي چې د ښوونې په برخه کې لا جدي ګامونه پورته کړي.

پاکستانۍ زده کوونکې ملاله یوسفزۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ (د جولای ۱۲مه) د خپلې شپاړسمې کالیزې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وینا کوي.

نوموړې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې ژوبله شوې وه.

ملاله غواړي په خپله وینا کې پر نړېوالو مشرانو غږ وکړي چې د ښوونې په برخه کې لا جدي ګامونه پورته کړي.

تېر کال پر نوموړې برید په نړېواله کچه له جدي غبرګون سره مخامخ شو.

له دې بریده وروسته په سیمه کې وېره خوره شوه او خلکو نه غوښتل چې خپلې نجونې ښوونځي ته ولېږي.

خو د سیمې د مرستندویه کارکوونکو او ښوونکو په هڅو اوس حالت ښه شوی دی.

خلک اوس د هېڅ ډول وېرې احساس نه کوي او دې ته چمتو دي چې خپلې نجونې ښوونځیو ته واستوي.

په ځانګړې توګه میندې اوس په دې پوهېدلي دي چې د لوڼو د ښې راتلونکي لپاره یې زده کړه ډېره مهمه ده.

پر ملالې تر برید وروسته ښوونځیو ته د تلوونکو نجونو شمېر اوس لا ډېر شوی دی.

دا وخت په سیمه کې شاوخوا ۳۰۰ نجونې ښوونځي ته ځي.

له نېکه مرغه تر دې دمه کوم ښوونځی د طالبانو له خوا نه دی په نښه شوی.

د یوه سیمه ییز ښوونځي یوه ۱۰ کلنه زده کوونکې تسلیم وایي مور یې پر ملالې تر برید وروسته ډېره خواشینې وه.

له همدې کبله یې هوډ وکړ چې خپله لور ښوونځي ته ولېـږي.

تسلیم وایي ټولې نجونې باید د ملالې په څېر جراًت وکړي او ښوونځي ته ولاړې شي.

د همدې ټولګي یوه بله زده کوونکي ۱۰ کلنه نادیه هم په لومړي ځل ښوونځي ته راغلې ده.

هغه غواړي چې ډاکټره شي.

نوموړې وایي اوس یې یو څه لیکل او لوستل زده کړي دي.

نوره هم په ډېر څه پوهه شوې ده.

ملالې ښایي د یوې غرنۍ سیمې ډېرو کوچنیانو لپاره د ژوند یوه نوې لاره ټاکلې وي.

خو په پاکستان کې اوس هم په لوی شمېر کې ماشومان ښوونځي ته د تللو جوګه نه دي.

دوی له غریبۍ سره لاس او ګرېوان دي او دې ته اړ دي چې په کوچني عمر کې کار او مزدوري وکړي.

پاکستاني ماشومان

پاکستان په نړۍ کې هغه دویم هېواد دی چې تر ټولو ډېر ماشومان يې ښوونځي ته نه ځي.

د ملګرو ملتونو وروستي شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې شاو خوا پنځه نیم میلیونه تنکي ماشومان له ښوونځي محروم دي او دا شمېر مخ په دېرېد دی.

په پاکستان کې د تعلیم په پرتله پر پوځي چارو اووه برابره ډېرې روپۍ لګول کېـږي.

په پاکستان کې د بي بي سي د خبریالې د رپوټ له مخې د سند ایالت د حیدرآباد په ښار کې ځیني داسې څلور او پنځه کلن ماشومان هم شته چې د ورځې څو ساعتونو لپاره د خښتو په بټیو کې کار کوي.

دا ماشومان وایي مجبور دي چې کار وکړي او یو څه روپۍ ترلاسه کړي کنه نو کورنۍ به یې په لوږه بیدېږي.

داسې یوه هندو کورنۍ هم شته چې ماشومان یې له خپل مور او پلاره سره په ګډه د ورځې ۱۵ ساعته کار کوي او یوازې ۳۰۰ کلدارې ترلاسه کوي.

دومره روپۍ د یو وخت مناسبو خواړو لپاره هم بس نه دي.

د ماشومانو پلار وایي پوهېـږي چې د کوچنیانو راتلونکی یې روښانه نه دی خو بله هېڅ چاره نه لري.

هغه وایي د تعلیم پر اهمیت پوهېـږي خو دا یې له وسه پوره نه ده چې خپل کوچنیان ښوونځي ته واستوي.

ورته مطالب