امریکایان ولې د خالد شیخ محمد له "برقي جارو" وېرېږي؟

خالد شیخ محمد
Image caption خالد شیخ محمد میخانیکي انجینرۍ کې زده کړې کړي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د بریدونو په اصلي طرحې تورن او د ګوانتانامو زندان کې بندي خالد شیخ محمد د زندان له چارواکو د یوه برقي جارو د جوړولو غوښتنه کړې.

خالد شیخ محمد رومانیا کې زیږېدلی، چې په ۲۰۰۳ پاکستان کې تر نیول کېدا وروسته تر اوسه ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

اسو شېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) مخکني مشر ویلي، چې شیخ محمد پر انټرنېټ د یوه برقي جارو د جوړولو امر کړی دی.

د سي ای اې د مشر له خولې دا هم ویل شوي، چې ګني شیخ محمد "نورو بندیانو ته د خپل عقلي وړتیا ور زده کولو تمرین ورکوي".

شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال ونیول شو، او پولنډ کې د تحقیق پرمهال سخت شکنجه شوی، له خوبه منع شوی او تر اوبو لاندې د ډوبېدو ځور ورکړل شوی.

سي ای اې د ۲۰۰۳ سپتمبر کې خپل زندان وتاړه، او شیخ محمد یې د رومانیا پلازمېنې بوخارست زندان ته یووړ.

هلته بندیانو ته اوس د مطالعې لپاره کتابونه هم ورکړل شوي، او ویل کېږي، چې شیخ محمد هلته د ماشومانو د خطرناکو کیسو "هاري پوټر" کیسې هم لوستې دي.

شیخ محمد نارت کارولینا پوهنتون د میخانیک انجینرۍ کې زده کړې کړي، خو وکیلانو یې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې دا لا جوته نه ده، چې ایا دغه برقي جارو جوړ کړی او که څنګه.

د هغه یوه وکیل ویلي "دا یوه بابیزه خبره ده، خو دې پوښتنې ته یې څرګند ځواب ورنه کړ، چې ایا دی غواړي چې د برقي جارو په جوړولو سره د امریکا حکومت او امریکایان په وېره کې واچوي، که غواړي له برقي جارو جوړولو یې بل هدف دی".

ورته مطالب