امریکا مصر ته د "خپلسرو نیونو " په اړه ګواښ کړی

لاریون کوونکي
Image caption د اخوان المسلمین پلوي لاریون کوونکي د محمد مرسي خوشي کېدل غواړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د مصر پوځ ته خبرداری ورکړی، چې د اخوان المسلمین د غړو خپلسرې نیونې ودروي.

پر همدې مهال، د اخوان المسلمین ګوند اعلان کړی، چې د خپل نیول شوي غړي او لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي د خوشي کولو لپاره به د جمعې ورځې وروستیو کې سوله ییز لاریون وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني خبریالانو ته ویلي، چې "د مصر پوځ او موقت دولت که چېرې له دغو بې غوریو لاس وانه خلي، حقیقت کې خپل ځان ته ستونزه جوړوي ".

د امریکا حکومت د محمد مرسي لیرې کېدل یوه کودتا بللې ده.

د بارک اوباما حکومت ویلي، د مصر له پوځ سره خبرې کوي، خو دا څرګندونې یې رد کړې، چې ګني له مصر سره پوځي او اقتصادي مرسته دروي.

بل خو د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د مصر باندینیو چارو له وزیر محمد کامل عمرو سره تیلېفوني خبرو کې د مصري چارواکو له خوا د اخوان المسلمین د غړو او ولسمشر محمد مرسي د نیولو پر مسالې اندېښنه ښوولې ده.

د تېرې پنجشنبې په ورځ اخوان المسلمین ګوند په یوه اعلامیه کې وویل چې "د اساسي قانون پربنسټ به د دوی پروړاندې د خونړۍ پوځي کودتا ضد خپل سوله ییز او قانوني مقاومت ته دوام ورکړي ".

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي "موږ ډاډه یو چې د تېري کوونکو ځواکونو په مقابل کې به خپلو سوله ییزو او د خلکو مبارزه کې بریالي شو ".

دغې ډلې د اخوان المسلمین د مشرانو او غړو د نیولو د حکم صادرېدل غندلي دي.

د مصر لوی څارنوال د تېرې چارشنبې په ورځ د اخوان المسلمین مشر محمد بدیع او ځینو نورو لوړپوړو غړو د نیولو امر وکړ.

Image caption مصری پوځ د اخوان المسلمین د غړو په وژنې تورن دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ګارد اوسېدو ودانۍ ته پر سوله ییز لاریون د پوځيانو بریدونو لږترلږه ۵۱ کسان ووژل.

زیاتره وژل شوي د اخوان المسلمین غړي وو.

د محمد مرسي پلویان پر دې باور دی، چې ګني هغه په دې پوځي ودانۍ کې دی.

خو د تېرې پنجشنبې په ورځ مصر کې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بدرعبدالعطي وویل، دی پوهېږي، چې پخوانی ولسمشر چېرې دی، خو په وینا یې محمد مرسي له "ډېر درناوي" سره ساتل کېږي.

د اخوان المسلمین غړی محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان شو، چې د روانې جولای پر درېیمه له واکه لیرې شو.

ورته مطالب