امریکا د محمد مرسي د خوشي کېدو غوښتنه کړې

Image caption ښاغلي مرسي له کله نه چې د جولاى پر درېيمه له واکه لېرې کړى شوى، چا نه دى ليدلى.

د امريکا متحدو ايالتونو د لومړي ځل لپاره په ډاگه د مصر له پوځ نه غوښتي چې پخوانى ولسمشر محمد مرسي خوشی کړي. ښاغلي مرسي له کله نه چې د جولاى پر درېيمه له واکه لېرې کړى شوى، چا نه دى ليدلى.

د مصر منځمهالي مشران وايي چې هغه په يوه خوندي ځاى کې ساتل کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د بي بي سي خبرياله کېم غطاس په خپل رپوټ کې وايي:

امريکا تر اوسه د مصر له پوځ نه له دې غوښتنې څخه ډډه کړې وه چې ولسمشر محمد مرسي دې پرېږدي.

له پوځ نه د دې هېواد يواځينۍ غوښتنه داوه چې په خپل سر نيونې پرېږدي او هغه هم بې له دې چې د لېرې کړى شوي ولسمشر مرسي نوم واخلي.

خو تر هغه وروسته چې جرمني غوښته وکړه چې ښاغلى مرسي دې له نظر بندۍ نه پرېښودل شي، امريکا هم نوره پټه نشوه پاتې کېداى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي وويل امريکا د جرمني له دې غوښتنې سره چې لېرې کړى شوى ولسمشر مرسي دې له بنده پرېښودل شي، موافقه ده.

دا غوښتنه پر داسې يوه مهال شوې چې د هغه لسگونو زرو اسلامپالو پلويانو د غونډو په جوړولو سره د پوځ له خوا د هغه پر لېرې کولو اعتراض جاري ساتلى دى.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې غبرګون

د وزارت له وياندې نه يوه خبريال پوښتنه وکړه:

" د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې وينا کې د ولسمشر محمد مرسي د پرېښودلو غږ کړى دى، تاسې ورسره موافق ياست، يا دا احتمال شته چې تاسې هم په نژدې راتلونکې کې دغې ته ورته يو څه وکړئ؟"

د وياندې ځواب دا و:هو موږ موافق يو.

خبريال: تاسې موافق ياست چې هغه بايد خوشې شي؟

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده: آها.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په خپل سر نيونې سياسي شوي دي او د ځانگړو ډلو په نښه کول به مصر ته دا گرانه کړي چې پر مخ ولاړ شي او د ټولو خواوو په گډون يو سياسي انتقال پيل کړي.

د امريکا حکومت د مصر پر پوځ دا غږ هم کړى چې له هغو کسانو سره چې نيول شويدي، د قانون له حکمونو سره سم چلند وکړي.

ورته مطالب