د سنوډن پناه غوښتنه، اوباما او پوتین خبرې کړي

Image caption دغه لیدنه کې نوموړی نژدې درې اونۍ وروسته عام محضر کې ولیدل شو .

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکايي څارګرې ادارې د پخواني تښتېدلي قراردادي اېډورډ سنوډن په باب خبرې کړي دي.

له دې مخکې سنوډن ویلي و، چې له روسیې څخه سیاسي پناه غواړي.

د جمعې په شپه دواړو مشرانو د ټلیفون له لارې خبرې وکړې، خو په دې باب ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا دغه خبرې له مخکې په پام کې وې او د سنوډن او نورو مسایلو په باب خبرې وشوې.

له دې مخکې متحده ایالاتو خبر داری ورکړی و، چې سنوډن ته پناه ورکول "پروپاګند" ته د زمېنې برابرولو په معانا دي.

بل لور ته اېډورډ سنوډن مسکو هوايي ډګر کې د بشري حقونو له فعالانو او خپلو مدافع وکیلانو سره وکتل.

دغه لیدنه کې نوموړی نژدې درې اونۍ وروسته عام محضر کې ولیدل شو او ویې ویل، چې روسیې کې سیاسي پناه غواړي، ځکه د لاطیني امریکا هغو هېوادونو ته نه شي تلای، چې ده ته یې د سیاسي پناه ورکولو وړاندیز کړی.

له دې مخکې سنوډن هغه وخت روسیې کې له سیاسي پناه غوښتنې لاس پر سر شو، چې روسي حکومت وویل، داسې صورت کې به نوموړی د محرمو معلوماتو له افشا کولو لاس اخلي.

اېډورډ سنوډن د بښنې د نړیوال سازمان په شمول یو شمېر مهمو سازمانونو ته د لیدنې بلنلیکونه استولي.

نوموړي خپل پیغام کې ويلي، چې د امریکا حکومت د ده د سیاسي پناه اخیستو د مخنیوي لپاره "غیر قانوني" کمپاین کوي.

د امریکا د څارګرې ادارې پخواني کارکونکوي اېډورډ سنوډن، امریکا کې په پراخه کچه د ټیلیفون او انټرنېټ څارنې پروګرام په باره کې پټ رازونه افشا کړل، چې له هغه وروسته د غدارۍ په قضیه کې د امریکا حکومت د نوموړي لټوڼ کوي.

ورته مطالب