آیا په خپل کار کې خوشحاله یاست؟

Image caption ښاغلی کاپلن وايي کار کولو مهم دی، دا مهمه نه ده چې کار له کومه ځایه کېږي.

که دا پوښتنه تاسو ته درنه ښکاري نو لږ تر لږه دا ویلی شئ چې آیا هغه کار مو خوښ دی چې ترسره کوئ یې او د هڅېدنې احسان کوئ؟

که تاسو ځواب نه و نو فکر مه کوئ، تاسو یوازې نه یاست، په امریکا کې په سلو کې ۷۰ کسان له هغو کارونو نه چې ترسره کوي یې خوند نه اخلي او په نورو ځایونو کې هم کارکوونکي په همدې نظر دي.

نو بیا څه کولای شو؟

په برتانیا کې د مایکروسافټ د کمپنۍ مشر ډېوف کاپلن په دې هکله څو وړاندیزونه لري او د کار کولو د طریقې په هکله هم ځینې تجربې شریکوي.

نوموړی خلکو ته له خپل کار نه د خوند اخیستلو د لار ښودولو په پرخه کې ډېر لیواله دی.

همدا خبره یې په خپل نوي کتاب کې چې عنوان یې دی "سوداګري په نوې بڼه" هم کړې ده.

هغه وايي اصلي ستونزه دا ده چې د کار کولو اوسنۍ طریقه سمه نه ده.

موږ د کار په ځای کې داسې احساس کوو چې ګواکې په کانتینر کې بند یو حال دا چې موږ باید کار ته د یوه په زړه پورې فعالیت په سترګه وګورو.

ښاغلی کاپلن وايي کار کولو مهم دی، دا مهمه نه ده چې کار له کومه ځایه کېږي.

دی وايي له هرځایه کار کولای شي.

ډېوف کاپلن په دې نظر دی چې ټکنالوژۍ هم یو څه ستونزه پیدا کړې ده.

د ده په اند همدې ټکنالوژۍ په ځینو مواردو کې د کار د اسانولو پرځای کار سخت کړی دی.

هغه وايي په خپل کوچینوالي کې یې کتابونه لوستل او فلمونه یې لیدل خو د اوسني نسل لپاره ټکنالوژي یو پنجره ګرځېدلې ده.

کاپلن د ایمیل د ډېر کارونې پلوی هم نه دی. دی وايي موږ ساعتونه د ایمیلونو په لوستلو تېروو.

ټکنالوژۍ زموږ د ژوند واګي په لاس کې اخیستي او موږ یې غلامان کړي یو.

دی وايي موږ د اوسنۍ ټکنالوژۍ د ناسمې کارونې پرځای باید خپلې سترګې پرانیزو او د ټکنالوژۍ په کارولو سم ځان پوه کړو.

ورته مطالب