وزیرستان کې څارګرو الوتکو دوه 'بهرني' اورپکي وژلي

Image caption د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۱۴ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې د امریکا څارګرو الوتکو دوه "بهرني اورپکي " وژلي دي.

دا برید د تېرې شنبې ورځې په بېګا شوی.

دا د لومړي وزیر په توګه د نواز شریف تر ټاکل کېدا وروسته، د پاکستان خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې درېیم برید دی.

راپور وايي، چې د شمالي وزیرستان میر علي کې هغه موټرسایکل په نښه شوی، چې "دوه بهرني اورپکې " ورباندې سپاره وو.

یوه سیمه ییز چارواکي ويلي "دوه کسان پر موټر سایکل سپاره وو، چې شاید عربان وي، څارګرو الوتکو په نښه کړي دي ".

که څه هم تر اوسه د وژل شویو هویت نه دی څرګند، خو مخکې د میرعلي یوه چارواکي ویلي وو، چې وژل شوي عربان دي، خو هېواد یې نه ده ورته معلوم.

یوې بلې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې وژل شوي ترکان دي.

د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۱۴ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

پاکستان کې د امریکايي څارګرو الوتکو د بریدونو پرضد څو ځلې لاریونونه شوي.

پاکستاني چارواکو په وار وار له امریکا د دغو بریدونو د درولو غوښتنه کړې.

خو امریکا وايي، چې ډرون بریدونه د اورپکو پرضد مبارزه کې مثبت رول لري.

ورته مطالب