د بنګله دېش جګپوړی اسلام پالی ګرم ختلی

Image caption محکمې ښاغلی اعظم، چې ۹۰ کلن دی، د توطيې، پلانونې، پارونې او هم د وژنو مخنيوي کې پاتې راتلو په ګډون په ۵ جرمونو ګرم ګڼلی دی.

د جنګي جرمونو يوې محکمې اسلام پالی مشر غلام اعظم د پاکستان پر وړاندې د بنګله دېش ۱۹۷۱ کال خپلواکۍ جګړې سره په تړاو په ۵ جرمونو ګرم ګڼلی دی.

غلام اعظم د دغې جګړې پر مهال د ټولوژنې او جنسي تېري پېښو کې په ښکېلتيا په ۹۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د بنګله دېش لويې اسلامي ډلې جماعت اسلامي پلويان، چې ده يې له ۱۹۶۹ تر ۲۰۰۰ کال پورې مشري کړې له حکم وړاندې له پوليسو سره نښتي دي.

دا د دغه ګوند اوسنيو او پخوانيو مشرانو پر وړاندې پنځم جزايي حکم دی.

محکمې ښاغلی اعظم، چې ۹۰ کلن دی، د توطيې، پلانونې، پارونې او هم د وژنو مخنيوي کې پاتې راتلو په ګډون په ۵ جرمونو ګرم ګڼلی دی.

دی د هغو ملېشو ډلو جوړلو کې چې د جګړې پر مهال يې وحشي فعاليتونه کړي، په خپل رول د بشريت ضد جرمونو له ۶۰ تورنو سره مخامخ و.

ښاغلي اعظم دغه تورونه رد کړي، چې پلويان يې وايي سياسي عوامل يې تر شا دي.

څارنوالانو يې د اعدام سزا ورکولو غوښتنه کوله.

خو دری کسيزه قضائيه پلاوي ويلي په داسې حال کې چې ښاغلي اعظم ته بايد سخته سزا ورکړل شوې وی، خو ده ته د بند سزا ځکه ورکړل شوې چې د اوږده عمر څښتن دی.

روحاني مشر

Image caption په بنګله دېش کې احساس ترينګلی دی

په ډاکه کې د بي بي سي خبريال محفوظ صديق وايي په بنګله دېش کې احساس ترينګلی دی او پوليس د پلازمېنې پر ټولو لويو سړکونو ليدل کېږي.

مخکې له دې چې حکم اعلان شي، د راپورنو له مخې پوليسو د جماعت اسلامي پلويانو تيتولو په موخه چې د دوشنبې پر ورځ يې په ډاکه او شمېر نورو ښارونو کې احتجاج کاوه، ربړي مرمۍ ويشتلي دي.

پوليس وايي د يو شمېر هغو خلکو ترمنځ خبريالان هم وو، چې د ډاکې په ډالپور سيمه کې د تاوتريخوالي پر مهال ټپيان شوي دي.

د حکم د اعلان په شپه د پلازمېنې بېلابېلو برخو کې خال خال نښتې شوې، او هم د خلکو ټپيانېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د جماعت اسلامي ګوند پخوانيو مشرانو په اړه مخکيني حکمونه په مرګونو احتجاجونو تمام شول، چې د دغه ګوند پلويان په کې ښکېل وو.

له تېرې جنورۍ راهيسې سياسي تاوتريخوالي کې، چې د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري ورکړو حکمونو پارولي، څه د پاسه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

حکومت پلوه ډلې هم سړکونو او واټونو ته وتلې، تر محاکمې لاندې کسانو لپاره يې د مرګ غوښتنه کړې او پر محکمه يې دغو جرمونو سره چلن کې د ډېر نرمښت تور لګولی دی.

په فبرورۍ کې زرګونو کسانو په پلازمېنه ډاکه کې احتجاج پيل کړ، او د عبد القادر ملا لپاره يې د مرګ سزا غوښتنه کوله، چې د بشريت ضد جرمونو پر سر په عمر بند محکوم شو.

د جماعت اسلامي بل مشر دلاور حسين سعيدي او د دغه ګون مرستيال سرمنشي محمد قمر الزمان دواړه د روان کال لومړيو کې د محکمې له لوري په مرګ محکوم شول.

بنګله دېش کې د جرمونو نړيواله محکمه د عموامي ليګ ګوند په مشرۍ اوسني حکومت له لوري په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې، چې د بنګله دېش خپلواکۍ جګړه کې له پاکستاني پوځ سره په همکارۍ تورن کسان محاکمه کړي.

د بشري حقونو ډلو ويلي دغه محکمه نړيوالو معيارونو ته په رسېدو کې پاتې راغلې ده.

ورته مطالب