د هري پاټر ليکوالې په مستعار نارينه نامه کتاب ليکلی

Image caption مېرمن رولېنګ د هري پاټر کیسو ليکنه نړيوال شهرت ګټلی دی.

د هري پاټر مشهورو کيسو بريتانوۍ ليکوالې (جې کې رولېنګ) منلې چې په يوه نارينه مستعار نامه يې جنايي ناول ليکلی دی.

دغه کتاب چې (دا ککوز کالېنګ) نومېږي او په تېر اپرېل کې چاپ شوی، د يوه پخواني جنګيالي په اړه کيسه کوي چې په يوه شخصي پلټونکي بدل شوی دی.

دا د يو ډول ادبي معما او راز په څېر خبر و.

پوښتنه دا ده چې څنګه به روبرټ ګالبرېټ چې يو پخوانی پوځي پوليس و، توانېده چې د ډاډ وړ داسې لومړی ناول راوباسي؟

د ناول په يوه برخه کې راځي:

"دوه سړي د مړي تر څنګ ټوغ وو، چمتو وو، چې پای کې يې د مړيو خلته کې واچوي. د مړي مخ چيت شوی او تور و، يوه سترګه يې ورننوتلې وه، بله يې د دوو سره لرې بڼو ترمنځ د سپينو پنېرو يوې ټوټې په څېر ښکارېده. کله چې يې دوی بره برخه تړله، د رڼا په کم بدلون کې دې لږ ځلا وکړه، د اندېښنې داسې احساس يې ورکاوه چې خوځېږي، داسې لکه چې بيا يې تنفس کړی وي".

اوس داسې راښکاره شوې چې روبرټ ګالبرېټ يوازې د (جې کې رولېنګ) قلمي يا مستعار نوم دی.

اېلېن شوالټر چې په پرېنسټن پوهنتون کې استاذه ده، وايي د هري پاټر لېکواله د ښځينه ليکوالو پر يوه اوږده ليکه روانه ده.

"دا خبره په حقيقت کې په فرانسه کې په ۱۸۴۰ کلونو کې له جورج سانډ سره پيل شوه، او بيا نورو همداسې وکړل، او په ريښتيا يو تګلوری شو، په ۱۸۴۸ کال کې د شارلوټ برانټ،‎ جېن اير کتاب خپور شو، چې د کورېر بېل په نامه و. خلک نه پوهېدل چې دا په زړه پورې کتاب به چا ليکلی وي، کېدی شي يوه سړي ليکلی وي، يا کېدی شي ليکواله يې ښځه وي".

دغه راز يوازې هغه وخت راوسپړل شو، چې د بريتانيا (سنډې ټايمز) ورځپاڼې وموندله ګالربېټ او رولېنګ د چارو استازولۍ او ليکوالۍ دندې سره شريکې کړې وې.

د کمپيوټر ارزونو وښوده دوی ورته عبارتونه او بڼې کارولې دي.

دا هم لومړی ځل نه دی چې رولېنګ په کې خپل جنس پټ کړی دی.

کله يې چې لومړۍ ليکنه خپره شوې وه، د جوانا پر ځای يې (جې کې) نوم غوره کړی و.

د دې خبرې رڼاوي کې رولېنګ ويلي غوښتل يې پوه شي چې څنګه به يې له نامه پرته د کتاب هرکلی کېږي، او دا کار يې د ازادۍ يوې تجربې په توګه موندلی دی.

له تېرې يکشنبې مخکې د کتاب ۱۵ سوه نسخې پلورل شوې، او اوس يې چې راز راسپړل شوی، دا کتاب د امازون انټرنېټ پلور کې د خرڅلاو سر کې ځای نيولی دی.

ورته مطالب