عراق: تازه پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي

Image caption د جمعې په ورځ د کرکوک ښار په یوه کافې کې د چاودنې له کبله ۳۸ کسان وژل شوي وو.

عراق کې پولیس او روغتیايي چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په بېلو سیمو کې د چاودنو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۱ کسانو ته رسېدلی دی.

د پولیسو په وینا چاودنې د ناصریه بصره او کوت په شیعه مېشتو سیمو کې له روژه ماتې لږ مخکې شوې، چې ۱۵ کسان په کې وژل شوی دي.

له دې مخکې د تېرې یکشنبې په سهار د سني اکثریت نینوا ایالت په موصل ښار کې د یوې چاودنې له کبله ۶ کسان وژل شوي.

د یکشنبې په ورځ تر ټولو لویه چاودنه جنوبي ښار بصره کې د یوه سیاسي ګوند د دفتر مخکې وشوه، چې ۸ کسان په کې ووژل شول.

په دې سربېره مصیب کې جومات کې چاودنه وشوه، ناصریه سیمه کې بازار کې چاودنه وشوه او کربلا کې هم په بېلو هدفونو بریدونه وشول.

دا پرله پسې دریمه ورځ ده، چې عراق کې بمي چاودنې کېږي. د شنبې په ورځ بغداد کې یوه ځانمرګي برید او بمی چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي وو او تر ۴۰ ډېر ټپیان وو.

له دې مخکې د جمعې په ورځ د کرکوک ښار په یوه کافې کې د چاودنې له کبله ۳۸ کسان وژل شوي وو.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې دغه هېواد کې د تشدد لړۍ چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۱۳ له اپریل راهیسې تر اوسه پورې دوه نیم زره عراقیان وژل شوي دي.

ورته مطالب