''ناولې جګړې، نړۍ د جګړې ډګر دی'' کتاب وپېژنئ

په دې کتاب کې د افغانستان، پاکستان، عراق، یمن، سومالیا او ګڼو نورو هېوادونو په ګډون د وژنو، تښتونو، ربړونو او تېریو کیسې راخیستل شوې، او د امریکايي ولسمشر په وینا، د دوښمنانو د نابودولو او له منځه وړلو په برخه کې د دغو هېوادونو د حکومتونو همکارۍ هم راخیستل شوې دي.

Image caption لیکوال د واشنګټن له چارواکو پوښتي، چې ایا د سپینې ماڼۍ ټولنې کړني قانوني بڼه لري؟ خپله پوښتنه په (نه) ځوابوي او وايي چارواکي د امریکا لوړې ګټې پام کې نه نیسي.

د دې کتاب لیکوال د "بلک واټر" په نامه یو بل کتاب هم لیکلی، چې د نړۍ جګړو کې یې د دغه امریکايي شرکت کړنې په ډاګه کړې دي.

دغه کتاب کې د امریکا د رسمي جګړو پټ جګړه ییز فعالیتونه روښانه شوي، او ځینې وخت هغو ځانګړو امریکايي مؤسسو ته هم اشاره شوې ده، چې د نړۍ په زیاترو برخو کې یې واشنګټن د تمویل لپاره پیسې ورکوي.

لیکوال نژدې لس کاله د دغه کتاب پر څېړنیزه برخه بوخت و، چې بالاخره تر یوې مقدمې، پایلې (خاتمې) او وېروونکي انځور وروسته یې د ۵۵ فصلونو کتاب په لیکلو سره وکړای شول، چې بهر کې د جنګېدونکو امریکايي مؤسسو پټ رازونه افشار کړي.

لیکوال جرمي سكاهِل زیاتوي، امریکايي ولسمشر بارک اوباما د عراق جګړې په اړه یوه وینا کې ویلي چې "زه مطلق ډول د جګړې خلاف نه یم، خو د غیر عاقلانه جګړې خلاف یم... ".

سکاهل زیاتوي چې د امریکايي ادارې له خوا د څارګرو الوتکو کارول او سیاسي وژنې د اوباما د ادارې جګړه ییز نظر او عدوانیت ثابتوي.

په دې کتاب کې د افغانستان، پاکستان، عراق، یمن، سومالیا او ګڼو نورو هېوادونو په ګډون د وژنو، تښتونو، ربړونو او تېریو کیسې راخیستل شوې، او د امریکايي ولسمشر په وینا، د دوښمنانو د نابودولو او له منځه وړلو په برخه کې د دغو هېوادونو د حکومتونو همکارۍ هم راخیستل شوې دي.

د العولقي وژنه

لیکوال د القاعدې شبکې د یو شمېر مشرانو د وژنو قضیو ته په اشارې سره، د انورالعولقي وژنه یادوي، او وايي چې د امریکا واشنګټن جورج پوهنتون دغه فارغ څارګرو الوتکو ۲۰۰۹ کال کې له زلمي زوی عبدالرحمن سره د یمن په الجوف سیمه کې وواژه.

دغه لیکوال پر یوې بلې موضوع هم غږېدلی، چې وايي څارګرو الوتکو هغه امریکایی وګړی هم وواژه، چې نیو مکسیکو ایالت کې زیږېدلی، چې هېڅ جرم هم پرې ثابت شوی نه و او نه چېرته محاکمه شو، او نه داسې دلایل او ثبوتونه وړاندې شول، چې ګني د امریکا ضد پلانونو یا وسله وال مخالفت کې یې لاس درلود.

د کتاب لیکوال پر یو شمېر رسمي امریکايي پروګرامونو او پر ځانګړو امریکايي ځواکونو تم شوی، او د امریکا اوږد تاریخ ته یې په ځینو برخو کې اشاره کړې ده، چې د وژنو، تښتونو، تېریو پېښې یې په هر کال کې تکرار شوې دي.

وايي، د امریکا تاریخ کې لاتینه امریکا، افریقا او د عربو ختيځ کې د انقلابونه پلانونه امریکا کې جوړ شوي وو، چې دا چاره د تېرې پېړۍ پنځوسمې او شپېتمې پېړیو کې ترسره شوې وه.

د کتاب یوه برخه د امریکا پټو جګړو پراختیا ته ځانګړې شوې، چې وايي، چارواکو له واکه په ګټې اخیستو خپل امتیازات ډېر کړي، چې د سپینې ماڼۍ مشرانو مخکې ځانونه سپینوي، خو په پټه نور کارونه کوي، او د پټو فعالیتونو مسؤولیت پر ځانګړو ځواکونه ور اچوي.

"نړۍ د جګړې ډګر دی"

په دې لړ کې لیکوال وايي چې د امریکا له جمهوري پېر راهیسې تر دیموکرات دور پورې د امریکا هغه پلان ته اشاره کوي، چې "نړۍ د جګړې ډګر دی" یې بللی دی.

د کتاب پایله کې – لیکوال د اوباما د ټاکنیز کمپاین د یوه مسؤول مایکل بویل له قوله د امریکا ډرون (یا بې پیلوټه الوتکو) جګړې ته په اشارې سره وايي، چې دغه کم لګښته جګړه (ډرون) کې جوماتونه او د جنازې مراسمو کې ناوسله وال کسان په نښه کول هم روان ګڼل شوي، او یا دا چې د جګړې کولو یا پوځي دندې پیلولو حق نه دی ورکړل شوی.

نهیلي

لیکوال وايي، امریکايي ادارې د هغو کسانو لستونه جوړ کړي، چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې باید ووژل شي، خو د امریکا قانون کې له محاکمې او جرم ثابتېدو پرته وژنه هم خپله یو جرم ګڼل شوی.

لیکوال زیاتوي، چې اوباما هم د بوش په څېر سپینه ماڼۍ کې هره اونۍ د پلان شویو وژنو رپوټونه لولي او خپل پلان له نورو سره شریکوي، خو دا ټول د پردې ترشا او د رسنیو له سترګو پناه کېږي.

لیکوال وايي، ان د امریکا محکمې د هغو موضوع چې نیویارک ټایمز ورځپانې یې لا وضاحت غوښتی و، چې ولې درې امریکايي وګړي (انورالعولقي، د هغه شپاړس کلن زوی عبدالرحمن، او پاکستانی الاصله سمیر خان) وژل کېدو هم نهیلې کړې، چې ګني امریکا سیاستوال له ولس څخه دا ډول معلومات پټ ساتي.

د کتاب لیکوال د سپینې ماڼۍ د هغه سیاست په اړه نهیلي ښوولې، چې وايي یوازې سیاستوال دا پرېکړه کوي، چې څوک باید ووژل شي او څوک ژوند وکړي، او په ډېر محرم او پټ ډول د امریکا د ملي امنیت په ملاتړ په دې تړاو ولسي قوانین اوړي را اوړي او بدلېږي، چې همدا له امریکا سره د نړۍ د نورو هېوادونو د اختلاف ډېرېدو لامل ګرځېدلی.

د لیکوال په اند، دا ټولې چارې امریکا یو اړخیزه کوي، او د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه هم د دوی پر ځاني اهدافو ولاړه ده، خو دا موقع امریکایانو ته نه ورکوي، چې ایا رښتیا هم امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې ته ریښتینې ده، او دا جګړه به کله پای ته رسېږي؟

لیکوال د واشنګټن له چارواکو پوښتي، چې ایا د سپینې ماڼۍ ټولنې کړني قانوني بڼه لري؟ خپله پوښتنه په (نه) ځوابوي او وايي چارواکي د امریکا لوړې ګټې پام کې نه نیسي.