د پاکستان ولسمشریزې ټاکنې اګست کې کېږي

Image caption پاکستان کې ولسمشر د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او څلورو ایالتونو د اسمبلیو له خوا نوی ولسمشر ټاکل کېږي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د روان کال اګست میاشتې پر شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. د اصف علي زرداري د ولسمشرۍ موده د اګست پر اتمه پای ته رسېږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د واکمنۍ تر مودې پای ته رسېدو یوه میاشت وړاندې باید ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر ویلي، چې ښاغلی زرداري راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ځان نه کاندیدوي.

بابر دا ګنګوسې هم رد کړې، چې ګني زرداري به د واکمنۍ له پای ته رسېدا یوه میاشت مخکې استعفا وکړي.

پاکستان کې ولسمشر د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او څلورو ایالتونو د اسمبلیو له خوا نوی ولسمشر ټاکل کېږي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د سې شنبې په ورځ (جولای ۱۶) وویل، چې د کمیسیون مشر فخرالدین جې ابراهیم د ټاکنو د نېټې ټاکل تایید کړي دي.

د دغه کمیسیون ویاند ویلي، چې ولسمشرۍ ته کاندیدان کولی شي د روان جولای تر ۲۴ خپل اسناد کمیسیون ته وسپاري.

د ویلو ده چې واکمن مسلم لیګ (ن) او لوی اپوزیسیون پیپلز ګوند ولسمشرۍ ته خپل کاندیدان لا نه دي اعلان کړي.

ملي اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند پارلماني مشر سید خورشید شاه وايي، د اپوزیسیون ډلو له خوا د یوه کاندید ټاکلو لپاره به له نورو ګوندونو او ډلو سره خبرې وکړي.

د پاکستان حکومتي سرچینې وايي، واکمن مسلم لیګ (ن) شاید له کوچنیو صوبو خپل کاندید وتاکي؛ ځکه چې لومړی وزیر له لویو صوبو انتخاب شوی دی.

Image caption د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اوسمهال دوبۍ ته په شخصي سفر تللی.

رپوټونه وايي، دغو ټاکنو ته شاید د لومړي وزیر نواز شریف د ملي سلامتیا سلاکار سرتاج عزیز ټاکنو ته ودرېږي.

سرتاج عزیر د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اوسمهال دوبۍ ته په شخصي سفر تللی.

نوموړی له دوبۍ لندن ته روان دی.

بهر ته د ښاغلي زرداري له سفر سره هم مهاله، ځینو پاکستاني رسنیو رپوټونه خپاره کړل، چې ګني زرداري شاید له وخت وړاندې استعفا وکړي او بېرته ستون نه شي.

خو د ولسمشر ویاند دغه رپوټونه رد کړل او وايي، چې ښاغلی زرداري به د روانې میاشت تر پایه هېواد ته ستون شي.

ورته مطالب