ای اېم اېف: د اقتصادي ودې چينايۍ بڼه د دوام وړتيا نه لري

Image caption په چينايي اقتصاد کې د پانګونې کچه تر اندازې لوړه ده

د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې د اقتصادي ودې چينايۍ بېلګه د دوام وړ نه ده.

د پيسو نړيوال صندوق IMF د دغه هېواد په اړه خپله مهالنۍ ارزونه کې وايي چين بايد د ودې داسې بېلګې پر لور وخوځېږي چې پر مستهلکينو ولاړه او هم هر اړخيزه وي.

IMF وايي له سمو اصلاحاتو سره د چين اقتصاد کولی شي راتلونکي کلونه په پرله پسې ډول په روغه چټکۍ وده وکړي، او دا چاره به د نړيوال اقتصاد لپاره هم ګټوره وي.

د بي بي سي اقتصادي چارو خبريال اندرو واکر وايي که دغه هېواد د حکومتي لګښتونو، اعتبار جوړولو او د پانګونې لوړې کچې پر يو ځای شوې بڼې ولاړ پاتې وي، چې نړيوال مالي کړکېچ راهيسې خوځنده ځواک دی، دا چاره نه شي کېدی.

IMF وايي له دغه "بيا توازن" سره پرمختګ محدود و، او اړتيا يې په زياتېدونکي ډول بيړنۍ شوې، چې د IMF په وينا د بازار ځواک لوړوالي او د کورنيو عايداتو غوړاوي لپاره لا نورو اصلاحاتو ته اړتيا لري.

په چينايي اقتصاد کې د پانګونې کچه تر اندازې لوړه ده او له مالي کړکېچ وروسته د حکومت او دولتي شرکتونو د لګښتونو له لارې لا نوره وغوړېده، په يوه داسې هڅه کې چې د صادراتو کمزورۍ حالت کې يې ځواب وويلی شي.

IMF او نور کارپوهان د پانګونې دغه لوړه کچه په پراخ ډول داسې ګڼي چې دوام نه شي کولی. په هغو سيمو کې چې بيا لا ډېر پرمختګ شوی، IMF وايي د هغه څه له امله دی چې بهرنی بيا توازن يې بولي.

پر وارداتو د چين صادراتو برلاسی له هغو کچو ډېر ښکته دی چې دغه هېواد له مالي کړکېچ مخکې ترې برخمن و.

ورته مطالب