کیوبا د شمالي کوریا په کښتۍ کې د وسلو شتون ومانه

Image caption د پاناما چارواکو ویلي په دې کښتۍ کې چې هویت نه وو په ډاګه شوی د زرګونو ټنو بورې لاندې پوځي مهمات ځای پر ځای کړل شوي وو.

کیوبا منلې چې د شمالي کوریا هغه بار وړونکې کښتۍ چې د پاناما له خوا درول شوې، د کیوبا اړوند زړې او دفاعي وسلې یې لېږدولې.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه وسلې شمالي کوریا ته د ترمیم لپاره لېږدول کېدلې.

په دې وسلو کې د پخواني شوروي اتحاد جوړ شوي، د هوايي دفاع سیستم، د راکټونو او میګ ۲۱ ډوله الوتکو پرزې شاملې دي.

د پاناما چارواکو ویلي په دې کښتۍ کې چې هویت یې نه وو په ډاګه شوی د زرګونو ټنو بورې لاندې پوځي مهمات ځای پر ځای کړل شوي وو.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې بین المللي قوانینو ته د درناوی او د اتومي وسلو د خپرواي د مخنیوي تر څنګ د وسلو کمولو لړ کې د خپل رول لوبولو هوډ څرګند شوی.

خبر پاڼه کې ویل وشيو چې کښتۍ کې ۲۴۰ ټنه له کار لوېدلې پوځي تجهیزات موجود دي، چې په کې دوه توغندي ضد سیسټمونه، نهه د توغندیو پرزې او د جنګي جیټ الوتکو پرزې شاملې دي.

د کیوبا حکومت له لورې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه پوځي تجهیزات خورا زاړه دي چې له ترمیم وروسته به بېرته کیوبا ته ورکړل شي.

د پاناما ولسمشر ریکارډو مارټنیلي ځايي رسنیو ته ویلي، چې د شمالي کوریا کښتۍ له کیوبا راتله.

د نوموړي په وینا کښتۍ کې شکمن " نوي توغندويي " پرزې بار وې.

د پاناما ولسمشر پر خپل ټویټر اکاونټ یو انځور خپور کړی، چې په کې د تجهیزاتو منځ کې یو زرغون شی لیدل کېږي.

د ولسمشر ریکارډو په وینا کښتۍ له کیوبا څخه د پاناما کانال لور ته روانه وه، چې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ودرول شوه.

کیوبا د پیونګ یانګ له هغو لږ شمېر ملګرو څخه یو دی چې د ملګري ملتونو غړیتوب لري.

ملګرو ملتونو شمالي کوریا ته د وسلو پرلېږد بندیز لګولی دی.

امریکايی چارواکو ویلي د چونګ چون ګنګ په نوم دغه بیړۍ په قاچاق کې لویه مخینه لري.

ورته مطالب