هندي زده کوونکي د ښوونځيو خواړه نه خوري

Image caption د وژل شویو ماشومانو میندې او پلرونه وايي غواړي د خپلو ماشومانو قبرونه د یوې یادونې په توګه وساتي چې د نه پاملرنې له امله زهرجنو خوړو ووژل.

د هندوستان په ختیځ کې چارواکي وايي وروسته له هغه چې ۲۳ تنه زده کوونکي د زهرجنو خوړو له امله مړه شول د ښوونځيو ماشومان وړیا خواړه نه خوري.

چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې په بیهار ایالت کې ویریدلي ماشومان او د هغوی میندي او پلرونه قانع کړي چې د خواړه صحي دي.

د ښوونځي ۱۹ تنه هغه زده کوونکي چې د زهرجنو خوړو له امله مړه شول د ښوونځي په شاخوا کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د وژل شویو ماشومانو میندې او پلرونه وايي غواړي د خپلو ماشومانو قبرونه د یوې یادونې په توګه وساتي چې د نه پاملرنې له امله زهرجنو خوړو ووژل.

اوس هم له شلو ډېر ماشومان او اشپزان چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې په زهرجنو غوړیو کې پاخې شوې وریجې او دال خوړلي وو بستر دي.

چارواکي وايي د ښوونځي سرمعلمه ورکه ده.

په بهار ایالت کې د ښوونې ادارې چارواکي وايي زهرجن غوړي د سرمعلمې د میړه له دوکان نه راوړل شوي وو.

ډاکتران باور لري چې خواړه په یوې وژونکې مادې ککړ وو.

اوس د دې پیښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

په هند کې د حکومتي ښوونځيو زده کوونکو ته د غرمې ډوډۍ وړیا ورکول کېږي او دلیل یې دا دی چې ماشومان غیر حاضري ونه کړي.

خو د ډوډۍ پخولو نظافت کمزوری دی.

د غرمې ډوډۍ پروژه چې په ۱۹۲۵م کال کې پيل شوې د هېواد په لرو بر کې د ښوونځیو ۱۲۵ میلیونو ماشومانو ته وړیا ډوډۍ ورکوي.

ورته مطالب