په کشمیر کې مظاهره کوونکي وژل شوي

Image caption د پیښې په هکله هندي ځواکونو څه نه دي ویلي خو رپوټونو کې ویل شوي چې په ټپیانو کې هندي پوځیان هم شامل دي.

په هندي غاړې کشمیر کې شپږ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې امنیتي کسانو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې.

معلومه شوې نه ده چې مظاهره د څه شي په خاطر وه خو رپوټونه وايي خلکو وروسته له هغه په مظاهرې لاس پورې کړ چې پوځیان یوه سیمه ییز جومات ته ننوتل.

له هغه وروسته په جمو کې قهریدلي مظاهره کوونکي د هندي ځواکونو یوې پوځې اډې مخې ته ټول شول.

رپوټونه وايي د امنیتي کسانو په ډزو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي بي بي سي ته ویلي پولیسو پرته له دې چې چاته وګوري ډزې کولې.

له دې امله د کشمیر په نورو سیمو کې هم مظاهرې شوې خو په سرینګر کې مظاهره کوونکي قهریدلي وو.

د پیښې په هکله هندي ځواکونو څه نه دي ویلي خو رپوټونو کې ویل شوي چې په ټپیانو کې هندي پوځیان هم شامل دي.

هندي چارواکو د پیښې په اړه د څیړنې اعلان کړی او په همدې حال کې د جمعې په ورځ (دجولای ۱۹) ګڼو خلکو په سیمه کې د کاربندیز ویلي دي.

په کشمیر کې چې دواړه هندوستان او پاکستان یې خپل ګڼي له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د هند پرضد وسله واله مبارزه روانه ده.

ورته مطالب