عدلي منصور: مصر به له ګډوډۍ وساتم

عدلي منصور
Image caption عدلي منصور

د مصر منځمهالي ولسمشر عدلي منصور هوډ څرګند کړی د هغوی پر وړاندې به خپل هېواد ساتي چې په وينا يې د ګډوډۍ او تاوتريخوالي په لټه کې دي.

ده دغه خبرې له هغه راهيسې چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي ځای يې نيولی په خپله لومړۍ ټلوزيوني وينا کې کولې. ښاغلي منصور وويل حکومت يې د امنيت بيا ټينګښت او ارامۍ راوستلو ته ژمن دی.

د تېرو دوو اوونيو په اوږدو کې لسګونه خلک وژل شوي او سلګونه نور د مرسي پلويانو او اومنيتي خواکونو ترمنځ نښتو پر مهال ټپيان شوي دي.

له هغه راهيسې چې مرسي لرې شوی، د مصر پوځ زيار ايستلی د سينا ټاپوزمه کې امنيت ټينګ کړي چې د اورپکو له لوري د تاوتريخوالي پېښوې ليدونکې ده.

د اخوان المسلمين پلويان د ښاغلي مرسي پرځای کولو غوښتنه کوي او د قاهرې ختيځ رابعه العدويه څلور لاري او هم لوېديځ جيزې قاهرې پوهنتون سره يې غونډې او احتجاجونه روان ساتلي دي.

ښاغلي منصور وويل حکومت يې پر سوله باور لري او خپل لاس هر هغه چا ته وراوږدوي چې ورته باور لري.

پر همدې مهال اخوان المسلمين نن جمعه د پراخو لاريونو غږ کړی، چې بيا هم په کې خپل ځای ته د محمد مرسي د ستنولو غوښتنه کوي.

دغه ډلې داسې بلنې رد کړې چې د نوي منځمهالي حکومت کابيني کې دې برخه واخلي.

د مصر سیاسي مرسي خلاف پلویانو د تېرو پاڅونونو د لاسته راوړنو د ساتنې غږ کړی.

عدلي منصور وویل: ''موږ د مصر د تاریخ یوه حساس پړاو کې یو، ځینې غواړي مصر یوه مجهول لوري ته بوځي، خو موږ یې یوه غوره راتلونکي ته بیایو. ځینې غواړي، چې دا د ګډوډۍ پیلامه شي، خو موږ غواړو چې هېواد کې ثبات راولو. دوی تاوتریخوالی غوره کړی، موږ د بشري حقونو د پلوي چیغې وهو''.

ورته مطالب