استراليا ته تلونکو پناه غوښتونکو بلوا کړې ده

ناورو
Image caption د استراليا د کډوالو چارواکي وايي په دغو ناکراريو کې شاوخوا ۱۵۰ پناه غوښتونکي ښکېل وو

پوليسو د ناورو په ايالت کې د پناه غوښتونکو په هغه پنډغالي کې چې د استراليا له لوري پر مخ بېول کېږي راپورته شوې بلوا کابو کړې ده.

دغه بلوا وروسته له هغه وشوه چې د استراليا لومړي وزير کېون رډ اعلان وکړ هغو پناه غوښتنونکو ته به په استراليا کې د اوسېدو اجازه ور نه کړي چې په بېړيو کې دغه هېواد ته ورځي.

راپورونه وايي قهرېدلو پناه غوښتونکو د جمعې په ورځ زياتو ودانيو ته اور ورته کړی او د دغه کمپ روغتيايي مرکز يې ويجاړ کړ.

د استراليا د کډوالو چارواکي وايي په دغو ناکراريو کې شاوخوا ۱۵۰ پناه غوښتونکي ښکېل وو.

عيني شاهدان وايي زيات شمېر ځايي خلکو چې چړې او اوسپنيزې ميلې ورسره وې د بلوا د مخنيوي په موخه د پوليسو مرستې ته وردانګلي دي.

د استراليا يوې رسنۍ په کمپ کې د يوه امنيتي ساتونکي له قوله ويلي دي، کډوالو د جمعې له ماسپښين وروسته بلوا وکړه او په دوو ساعتونو کې په مرکز کې خپاره شول.

راپور وايي له ځينو بريد کوونکو پناه غوښتونکو سره چړې وې چې د کمپ له پخلنځي يې راخيستې وې.

په دغو ناکراريو کې لږترلږه څلور پناه غوښتونکي او يو شمېر ساتونکي ټپيان شوي دي.

يو ځايي تصوير اخيستونکی وايي دغه څلور ساعته بلوا وروسته له هغه کابو شوه چې ځايي خلک د تاوتريخوالي د مخنيوي او له حکومتي ادارو سره د مرستې په موخه سيمې ته ورسېدل.

د استراليا د کډوالو څانګې تاييد کړې چې په دغه ځای کې دوی داسې چلند نه دی کړی چې له امله يې پناه غوښتونکي ترې شکايت وکړي او اوس دغه مرکز په بشپړ ډول ارام دی.

ورته مطالب