مصر کې د مرسي پلويانو د مظاهرو نوې لړۍ پيل کړې

Image caption د مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ نښتو کې دوه کسه وژل شوي

په مصر کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ملاتړو په هېواد کې په پراخه کچه د نويو مظاهرو لړۍ پيل کړې ده.

په پلازمېنه قاهره کې زرګونه کسان د رابعه العدويه جومات مخې ته راټول شوي چې د څو اوونيو اوږدو مظاهرو مرکز بلل کېږي.

د قاهرې په تحرير ډګر کې هم له واکه د پرځول شوي ولسمشر ملاتړي راغونډ شوي، خو شمېر يې هومره زيات نه دی.

د مصري رسنيو د راپور پر بنسټ د دغو مظاهرو په لړ کې په منصوره ښار کې د محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ نښتو کې دوه کسه وژل شوي چې يو ۱۳ کلن هلک او بله يوه ښځه ده.

تر دې وړاندې په هغه ودانۍ کې چې شک کېږي شړل شوی ولسمشر محمد مرسي په کې ساتل کېږي د ښاغلي مرسي له ۵۰ زيات ملاتړي په نښتو کې ووژل شول.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو يوې چارواکې د مصر پر موقتي حکومت فشار زيات کړی چې ولې يې محمد مرسي نيولی او څه وخت يې محاکمه کوي.

ښاغلی مرسي د جولای پر دريمه د خپلې واکمنۍ د لومړۍ کليزې پر مهال وروسته له هغه له واکه په زور د پوځ له لوري لرې کړای شو چې لسګونه زره کسانو يې پر ضد مظاهرې وکړې.

دی اوس په يوه پټ ځای کې ساتل کېږي. د ښاغلي مرسي ګوند اخوان المسلمين دا يو پوځي کودتا بللې ده.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشرې ناوې پلای ويلي د جولای په لسمه يې له مصري سفير سره خبرې کړي او له مصري چارواکو يې په يوه ليک کې غوښتي چې د نيول شويو کسانو په اړه معلومات ورکړي.

ناوې پلای دغه راز د ولسمشر محمد مرسي د پنځوسو پلويانو د وژلو په اړه هم د جزيياتو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب