عراق کې ځانمرګي ۳۰ کسه وژلي او ۱۳۰يې ټپيان کړي

Image caption د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې

په عراق کې چارواکي وايي پلازمېنه او د پلازمېنې سوېل کې ۱۲ موټر بم چاودنو لږترلږه ۳۰ کسان وژلي او ۱۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

عيني شاهدان وايي دغه تازه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د جومات ملا امام خطبه لوستله.

د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

په دغه چاودنه کې يو ټپي شوی وايي: "زه د جومات له امام سره نژدې ناست وم، په جومات کې لسګونه کسان ناست و، همدا وه چې يوه زوروره چاودنه وشوه او په جومات کې تياره خپره شوه."

په وروستيو کې په عراق کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې په تېره پر جوماتونو.

په دغه مياشت کې د ملګرو ملتو د يوه خپور شوي راپور پر بنسټ د اپريل له مياشتې راپدېخوا په عراق کې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

په دياله کې شعيه او سنيان ګډ اوسېږي او دغلته له ۲۰۰۳ کال را پدېخوا چې امريکا پر عراق بريد وکړ، فرقه يي شخړو زور اخيستی دی.

ځايي چارواکي صادق الحسيني ويلي په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان شوي ټول ملکيان دي او له خلکو يې غوښتي چې ارام واوسي.

ښاغلي الحسيني اسوشيټېډ پرس اژانس ته ويلي: "په دياله کې د ترهګرۍ هدفونه ټولې فرقې دي په ځانګړي ډول د شعيه او سنيانو جوماتونه، د جنازې مراسم او د فوټبال ميدانونه. دغه ولايت اوس د فرقه يي جګړې پر مرکز اووښتی دی."

وروستۍ تاوتريخوالی د شعيه او سنيانو د اختلافونو پایله بلل کېږي او سنيان وايي چې د لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ حکومت دوی په نښه کوي.

دا له هغه وروسته چې په ۲۰۱۱ کال کې امريکايي پوځونه له عراقه ووتل، تر ټولو خونړي بريدونه دي.

ورته مطالب