هند ۶ تېري کوونکو ته عمري بند سزا ورکړه

په هند کې یوې محکمې هغو شپږو کسانو ته چې پر یوې سویسۍ ښځې يې ډله ییز جنسي تېری کړی و د عمري بند سزا ورکړه.

دغه شپږ کسان چې عمرونه یې له ۲۲ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي له هغه ځای سره د یوه نژدې کلي اوسېدونکي دي چې پر دغې سویسۍ ښځې په کې جنسي تېری شوی و.

تر دې پېښې څو میاشتې مخکې پر یوې ۲۳ کلنې هندۍ ښځې هم په ډیلي کې په یوه بس موټر کې په ډله ییزه توګه جنسي تېری وشو چې له امله یې هغه ومړه خو دغې پېښې په ټول هندوستان کې قهرجنې مظاهرې وپارولې.

مخکې له هغه چې پر دغې سویسۍ ښځې په هندوستان کې جنسي تېری وشي په قانون کې د بدلون او هغو کسانو ته چې پر ښځو جنسي تېری کوي د مرګ د سزا به ګډون د سختې سزاګانو وړاندیز شوی و.

څارنوال راجندرا تجیوري وویل شپږواړه تېري کوونکي محکوم شوي او دوی هغو ته له ورکړل شوې سزا خوښ دي.

دغه ۳۹ کلنه سویسۍ ښځه او مېړه یې د هند په اګره ښار کې تاج محل ته په بایسکل روان وو او د مدیاپردېش ایالت په یوې ځنګلي سیمې کې يې دمه کوله چې برید پرې وشو.

د ماشومانو ځورونه

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي د هند حکومت د ماشومانو د پراخې جنسي ځورونې په مخنيوي کې پاتې راغلى، په تېره په ښوونځيو او د ماشومانو په دولتي پالنځايونو کې.

د دغې ټولنې په وينا په هند کې هر کال له ماشومانو سره د زبر زنا ۷۰۰۰ پېښې ثبتېږي.

خو کارپوهان په دې باور دي چې اصلي شمېره نوره هم لوړه ده.

شرم او د بدنامۍ ډار

فعالان وايي ماشومان د خپلو خپلوانو، گاونډيانو او په ښوونځيو او پلنځايونو کې له جنسي پلوه ځورول کېږي، او د ټولنې د شرم او ډار له امله ډېرى دغه پېښې پټې ساتل کېږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې سرچينې وايي لويه اندېښنه د يتيمانو د پالنځايونو په اړه ده، د دغو آسانتياو سمه څارنه نه کېږي او داسې يوه پېښه هم ثبته شوې چې د پالنځي څښتن د انجونو د جنسي ځورونې لپاره له بهر نه خلک وروستل.

په تېر مې کې د هند پارلمان نوى قانون ومانه چې له مخې يې په لومړي ځل د ماشوم ځورونې هره بڼه ناقانونه وگرځېده خو فعالان وايي يواځې د قانون جوړول بسنه نه کوي بلکې د ټولنې، پوليسو، او دهغو روغتيا پالانو او د قضايي سيستم د کارکوونکو په ذهنيت کې بدلون ته اړتيا ده چې د دغې ستونزې په وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي.

ورته مطالب