وېنیزویلا امریکا سره د اړیکو رغولو لړۍ "بندوي"

Image caption د جون له میاشتې راهیسي د لنډ وخت لپاره داسې ښکارېده چې د دغو دوو نژدې ګاونډیانو ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.

د وېنیزویلا حکومت وایي له امریکا سره د خپلو اړیکو د رغولو لړۍ بندوي.

دوی په ملګرو ملتونو کې د امریکا د نومول شوې استازې یو شمېر څرګندونو په غصه کړي دي.

مېرمن سمنتا پاور د امریکا کانګرس ته په خپله وینا کې وېنزویلا د مدني ټولنو پر ځپلو تورنه کړې وه.

د جون له میاشتې راهیسي د لنډ وخت لپاره داسې ښکارېده چې د دغو دوو نژدې ګاونډیانو ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.

دوی له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا سفارتي اړیکې هم نه درلودې.

خو ښایي د پخلا کېدو دا لړۍ یو ځل بیا ځنډېدلې وي.

د وېنیزویلا ولسمشر نېکولاس مډورا د مېرمن سمانتا پاور هغه څرګندونې په کلکه وغندلې چې د چار شنبې په ورځ یې کړې وې.

همدا راز د وېنیزویلا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د مېرمن پاور څرګندونې د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

وزارت په خپله وینا کې ویلي ټوله نړۍ د امریکا د جبر له کبله اندېښمنه ده.

وینا پاڼه د بېلګې په توګه د ګوانتانامو زندان، پر ملکي خلکو د بې پېلوټه الوتکو بریدونو او د امریکا د استخباراتو پخواني چارواکي اېډورډ سنوډن تعقیب او ځورونې ته اشاره کوي.

په جون میاشت کې تر هغه وروسته دواړو هېوادونه په دې سلا شول چې د خپلو ترینګلو اړیکو د رغولو لپاره به په ګډه کار کوي چې وېنیزویلا امریکايي فلم جوړوونکی د دسیسې په تور یې نیولی و خوشې او له هېواده وشاړه.

ورته مطالب