له غلو د موبايل ساتلو هڅې، يوه تڼۍ غواړي

Image caption لندن کې هره مياشت ۱۰۰۰۰ موبايلونه له خلکو پټېږي

په ټوله نړۍ کې د موبايل د غلا د مخنيوي په اړه هڅې روانې دي او په دې لړ کې د امريکا په نيويارک او سان فرانسسکو کې نوي ګامونه پورته شوي دي.

چارواکي د موبایلونو د غلا د مخنيوي لپاره په آيفون فايو او سمسونګ ګلکسي ايس فور باندې دغه ازموینې ترسره کوي.

په ازموينه کې به دا معلومه شي چې نوي ګامونه څومره کولی شي د غلو د تکتيکونو پر وړاندې اغېزمن پرېوځي.

د نړۍ د سترو ښارونو چارواکو پر موبايل جوړوونکو کمپنيو فشار زيات کړی چې د موبایل د پټېدو پر وړاندې اړين ګامونه پورته کړي.

د لندن ښاروال بورېس جانسن د ايپل، سمسونګ، ګوګل او د موبايل نورو کمپنيو ته يو ليک استولی او له کمپنيو يې غوښتي چې د موبايل د ورکېدو مسله جدي ونیسي:

"که موږ د موبایلونو غلا ورکېدل غواړو او د دا وړ جرمونو مخه نیسو، نو کمپنيو ته په کار دی چې اغېزمن ګامونه پورته کړي. ستاسو کمپنۍ بايد د دغې ستونزې د حل په تړاو خپله ذمه واري بشپړه کړي."

امريکايي چارواکو هم تېره مياشت د مبايل جوړلو له کمپنيو سره ناسته کې همدا دريځ غوره کړی وو.

دوی له کمپنيو غوښتي وو، چې په موبايل کې دې د (کٍل سوېچ) يا داسې تڼۍ ولګوي چې د موبايل له ورکېدو وروسته موبايل له کاره وغورځوي او د غله په درد ونه خوري.

د امريکا د فدرالي سوداګريز کمېسيون د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې هر دريم موبايل د غلا موبايل دی.

په نيويارک کې ۴۰ سلنه غلا د موبايلونو کېږي. او دا غلا دومره عادي ده چې پولیسو پرې د (مڼې د اخيستو يا اوچتولو) نوم اېښی دی.

دغسې په لندن کې هم د موبايلونو د پټولو اندازه زياته شوې ده.

د لندن د ښاروال د دفتر د معلوماتو پر بنسټ د غلا ۷۰ سلنه د موبايلونو ده او هره مياشت ۱۰۰۰۰ موبايلونه پټېږي.