نوی زيلاند ۶،۵ درجې زلزلې لړزولی دی

Image caption دغې زلزلې کړکۍ او ښيښې ماتې کړي، د هټېو المارۍ او د اوبو پايپونه يې الوځولي

په نوي زيلاند کې د رېکتر په کچه شپږ اعشاريه پنځه درجې زلزلې ريل ګاډي درولي او د پلازمېنې ولنګټن د پارلمان ودانۍ يې زيانمنه کړې ده.

د امریکا د ځمک پېژندنې سروې ښيي چې د زلزلې مرکز لس کیلو متره تر ځمکې لاندې و.

راپورونه وايي د زلزلې ټکانونه تر يوې دقيقې خلکو احساسول او مرکز يې د پلازمېنې په سويلي ساحل کې ۵۷ کيلومتره لرې و.

سره له دې چې ځينو بنسټونو ته د تاوان اووښتو او برېښنا پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو چارواکي وايي د څونامي خطر نه شته.

دغې زلزلې کړکۍ او ښيښې ماتې کړي، د هټېو المارۍ او د اوبو پايپونه يې الوځولي، خو د تلفاتو په اړه لا تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.

د ولنګټن يو اوسېدونکی جېمز براوېل وايي زلزلې په ښار او شاوخوا سيمو کې برېښنا قطع کړه او په موقتي ډول پروازونه هم وځنډول شول.

دوه کاله وړاندې چې زلزلې د کریس چرچ ښار ولړزاوه ۱۸۵ کسان په کې مړه شول.

د يکشنبې ورځې ټکانونه د هغو ټکانونو وروستي هغه دي چې په وروستيو ورځو کې يې د نوي زيلاند شمالي ټاپو ښوراوه.

د دغه هېواد خلک په کال کې ۱۴۰۰۰ ټکانونه حس کوي چې يوازې ۲۰ يې د رېکتر په کچه پنځو درجو ته رسېږي.

ورته مطالب