د سپینې ماڼۍ خبریالانو مخکنۍ مشره مړه شوه

هیلین توماس
Image caption هیلین توماس څلور کتابونه لیکلي، چې وروستی هغه یې د "د دیموکراسۍ ساتونکي سپي" په نامه و.

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو مخکنۍ عرب الاصله مشره هیلین توماس د ۹۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړې نژدې پنځه لسیزې د سپينې ماڼۍ خبرونه تر پوښښ لاندې راوستل.

توماس واشنګټن کې پخپل کور کې له اوږدې ناروغۍ وروسته مړه شوې ده.

هغې د اسراییلو پر یرغل سختې نیوکې کولې.

دغه وتلې خبریاله له لبنان د امریکا کنتاکي ایالت ته له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې.

نوموړې وروسته تر هغه دندې پرېښودو ته اړ شوه، چې د اسراییلو په اړه یې خپل کلک دریځ داسې په ډاګه کړي "اسراییل باید له فلسطینه ووځي او خپلو سیمو ته ولاړ شي".

توماس د خبریالۍ کار واشنګټن ډیلي نیوز ورځپاڼه کې د چاپولو د یوې کارکوونکې په توګه پیل کړی، بیا له یونایټېډ پرېس انټرنېشنل خبري اژانس سره یې څو لسیزې کار کړی او بیا وروسته د هیرسټ ورځپاڼو لړۍ کې کالم لیکونکې وه.

توماس له جان کینډي نیولې د امریکا نژدې لسو ولسمشرانو خبرونه تر پوښښ لاندې نیولي وو.

"د شرق غیب ویونکې "

هغې څلور کتابونه لیکلي، چې وروستی هغه یې د "د دیموکراسۍ ساتونکي سپي" په نامه و.

Image caption ۲۰۰۹ کې سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر بارک اوباما او هیلین توماس د زوکړې ورځ هم مهاله د اګست پر ۴مه ولمانځل شوه.

نوموړې په دې کتاب کې د مخکني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د امریکا پر خبري رسنیو او اژانسونو سختې نیوکې کړې، چې په وینا یې دغه رسنۍ او اژانسونه "له څلورم واک او د دیموکراسۍ له ساتونکو سپیو څخه پر "کورنیو سپو" اوښتې دي".

توماس په خبري غونډو کې پر ګرانو پوښتنو مشهوره وه، ان دا چې د سپینې د خبریالانو سکرتر ویلي وو، چې " د خبري غونډو پرمهال له ویناوالو "ځوروونکې پوښتنې " کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن توماس د امریکايي رسنیو لومړۍ مېرمن بللې وه، ځکه چې په وینا یې د سپینې ماڼۍ خبري غونډو کې به لومړي کتار کې ناسته وه.

توماس د امریکا پر مخکني ولسمشر جورج بوش پر عراق د جګړې د یرغل له اړخه سختې نیوکې کولې، چې له همدې کبله یې پر امریکا د یمن د ورځپاڼو غوسه راوپاروله او هغې ته یې "له شرقه راغلې سپین سرې غیب ویونکې" لقب ورکړی و.