د ترانزیت ژوند: د هوايي ډګر د ننه ژوند

محمد
Image caption محمد وايي، د هوايي ډګر ترانزیت سیمه کې یې څلور میاشتې تېرې کړې دي.

د روانې اونۍ پای کې، امریکایي اډوارډ سنوډن د روسیې مسکو شیریمیتیوو هوايي ډګر کې څلور اونۍ پوره کړې.

له هغه ځایه دوه زره میله لیرې، دقیقاً ګاونډي قزاقستان کې، یوه ځوان د هوايي ډګر ترانزیت کې ټیک څلور اوونۍ پاتې شو، چې په وینا یې دې حالت سخت کړولی دی.

د قزاقستان الماتا نړیوال هوايي ډګر کومه څرګنده ځانګړنه نه لري، د مساحت له پلوه کوچنی دی او هغه څوک چې په کې پاتې کېدل غواړي، د ژوند کولو اړینې اسانتیاوې په کې نه شته.

په هوايي ډګر کې ۱۲۰ ورځې پاتې کېدل د محمد الباحش لپاره یو لوی کړاو او سرخوږی و، ځکه چې د اړینو توکو رانیولو لپاره دوکانونو ته د ورتګ اجازه هم نه ورکول کېده، او یا دا چې یوه رستورانت کې دې د چای څښلو لپاره یوه شېبه کښېني.

شپږ ویشت کلن فلسطینی کډوال عراق کې زیږېدلی، د الماتا هوايي ډګر ترانزیت هغه سیمه کې پاتې کېدو ته اړ شوی، چې مسافر او کارکوونکي په کې انتظار کوي، خو نوموړی نه مسافر او نه هم کار کوونکی دی.

محمد قزاقستان ته نه شي ننوتی، ځکه چې وېزه یې نه لري، او نه هم د کوم بل هېواد وېزه لري، اسراییلو هم فلسطیني خاورې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

همداشان، ملګري ملتونه پر دې اند دي، دا چې هغه عراق کې خپلوان نه لري، نو هلته ستنېدل یې هم په امن کې نه دي.

محمد هر ګهیځ د ښځې په غږ کې د الوتنو په اعلان له خوبه راویښېږي.

Image caption محمد په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي، چې درې په دوو مترو کې ده.

دی د مسافرو د رسېدو په درې په دوو مترو خونه کې بند ساتل شوی، چې د سګرټو کرکجن بوی ترې راوځي، یوازې یو دوه پوړیزه چپرکټ او یوه څوکۍ پکې شته، او دېوال ته څېرمه پر یوه مېز قرآن کریم هم اېښودل شوی.

دی وايي چې "ښکاري، چې ورو-ورو خپل عقل له لاسه ورکوم".

د دروازې په شا کې یوڅه ازاده فضا ده، چې د مسافرو ډلې ترې د پاسپورت کتلو ځای ته تېرېږي.

د محمد خواړه هم "د قزاقستان ایر استانه" الوتکې د مسافرو د خوړو په شان دي.

محمد وايي: "هره ورځ درې ځلې خواړه راکوي، چې یوازې کیک او سلاته په کې وي. په جون میاشت کې یې یوازې غوښه راکوله، فکر نه کوم، چې له نن وروسته دې غوښه وخوړلی شم".

د هوايي ډګر کارکوونکي او ساتونکي له خونې بهر د محمد هر کوچنی او لوی حرکت ټینګ څاري، کله کله د چای لوی برقي چایبر ته د یوې پیالې چای راخیستلو لپاره اجازه ورکوي، او څو ورځو کې یو ځل د حمام کولو کولو لپاره اجازه ورکوي.

خو هرځای ته چې خوځېږي، د هوايي ډګر پولیس او امنیتي کسان ورسره وي.

خو یوازېنۍ هیله یې دا ده، چې یوې ازادې فضا ته ووځي او د ارامۍ ساه واخلي، په تېره بیا د هوايي ډګر بام ته یې ډېره لېوالتیا ده، چې د الوتکو د ځغاست لیکو سیل وکړي.

همداشان، له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکي یواې د وای فای پر بې سیمه انټرنېټ ولاړ دي، چې د اړتیا پر وخت له سکایپ ګټه اخلي.

دی وايي "یوازې د تره له زوی یاسر سره خبرې کوم، چې دا مهال ناروې کې دی، نور خپلوان نه لرم. شپاړس کلن وم چې پلار مې عراق کې وفات شو، نه ورور لرم نه خور".

محمد قزاقستان ته له دې کبله مخه کړې، چې هلته له خپلې قزاقۍ ملګرې اولیسیا ګریشینکو سره ژوند وکړي، چې دا مهال میندواره هم ده.

اولیسیا له محمد سره دوبۍ کې هغه مهال لیدلي وو، چې ده د ودانیزو چارو کارونه مخته وړل.

خو پرېکړه دا شوه، چې واده قزاقستان کې وکړي، خو محمد د کډوالۍ ټول اسناد ورک کړي، بیا یې د اماراتو او قزاقستان ویزې هم پای ته رسېدلې دي.

هغه ترکیې ته په سفر کولو په دې هیله اړ شوی، چې هلته د قزاقستان ویزه تمدید کړي، خو بېرته قزاقستان ته اړول شوی.

Image caption ډېر کم وخت محمد له بهرنۍ نړۍ سره د انټرنېټ په مټ اړیکه نیسي.

محمد وايي "له استانبوله بېرته راوګرځول شوم؛ ځکه چې وېزه نوې کړم او د قزاقستان الماتا هوايي ډګر ته یې ستون کړم. دا چې دلته مې وېزه ختمه شوې ده، قزاقانو بېرته استانبول ته ستون کړم، څلور ځلې دغو ښارونو ته تللی راغلی یم".

د قزاقستان چارواکو محمد د هوايي ډګر په ترانزیت سیمه کې بند ساتلی، چې د قانون له مخې دغه سیمه د قزاقستان اړوند نه ده.

تېره میاشت، قزاقستان د هغه د پناه غوښتلو اسناد رد کړل.

محمد وايي، له لومړي سره یې ذهن نارامه دی، او اوس په دې لټه کې دی، چې له دې ځایه څرنګه وتښتي.

"د لمر له وړانګو بې برخې یم. له دې ځایه ټولو هغو مسافرو ته ګورم، چې راځي او یا له دې ځایه وځي، خو زه لاهم دلته بند یم اوهېڅ ځای ته نه شم تللی، داسې انګېرم لکه زندان کې چې یم".

ورته مطالب