مالي کې تښتول شوي چارواکي پرېښودل شول

Image caption د تښتولو پړه هېچا په غاړه نه ده اخیستې.

د مالي په شمال کې هغو ټوپکوالو چې دوه حکومتي چارواکي یې تښتولي وو، تر ۲۴ ساعته وروسته یې روغ رمټ خوشي کړي دي.

دا چارواکي په داسې مهال کې تښتول کېږي چې په مالي کې یوه اوونۍ وروسته ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

داسې اندېښنې دي چې د هېواد په شمال کې امنیتي حالت په خرابېدو دی.

فرانسې د کال په پیل کې په مالي کې د اسلامي اورپکو د شړلو لپاره هلته پوځیان واستول.

دغه دوه تښتول شوي کسان سهار د ملګرو ملتونو ځواکونو د تېساليت ښار ته نژدې له سړک غاړې پورته کړل.

دا لا نه ده څرګنده چې د دوی د خوشي کولو لپاره خبرې اترې شوې دي او کنه؟

د دوی د تښتولو پړه هېچا په غاړه نه ده اخیستې.

دغه کسان د هغې امنیتې پوستې له څنګه تښتول شوي و چې د ازاواد په نوم د توارېګ بېلتون غوښتونکې ډله یې کنټرولوي.

دوی ځان ته ازادي بښونکی غورځنګ وایي.

دغه کسان له څلورو نورو کسانو سره په یوه موټر کې د الجزایر پولې ته نژدې د تسالیت ښار ته روان وو چې د رایه اچونې کارتونه ووېشي.

توارېګ بېلتون غوښتونکو د ۲۰۱۲م کال په هغه بغاوت کې ګډون کړی و چې د مالي په شمال کې یې د اسلامي اورپکو واک رسېدو ته لاره هواره کړه.

وروسته اسلامپالو د سیمې واګې په لاس کې واخیستل.

په جنورۍ کې فرانسوي او لوېديځو پوځي ځواکونو په مالي کې پوځي لاس وهنه وکړه.

دوی اورپکي له سارايي ښارونو واېستل خو امنیت لا هم لویه اندېښنه ده.

د جون تر میاشتې د توارېګ یاغیانو د کېدال د ښار واګي په لاس کې وې او له حکومت سره یې تړون کړی و.

د تړون له مخې یاغیان کولی شي په ښار کې پاتې شي خو باید وسله ورسره نه وي.

په مالي کې را روانه یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.

په تېر کې سپين پوټکي بهرنیان تښتول شوي وو، خو په مالي اتباعو بریدونه نه وو شوي.

خو ښایي تښتوونکو د ټاکنو په چارواکو د مالي د حکومتي چارواکو ګومان کړی وي چې له فرانسې سره نژدې اړيکي لري.

ورته مطالب