مرسي "پوځ تښتولی"

Image caption ښاغلي مرسي لور شيماء وويل کورنۍ يې د پوځ پر وړاندې قانوني ګامونه اخلي

د مصر لرې شوي ولسمشر محمد مرسي کورنۍ د دغه هېواد پر پوځ د نوموړی د تښتولو تور لګولی دی.

د ښاغلي مرسي لور شيماء په قاهره کې يوه خبري کنفرانس ته وويل کورنۍ يې د پوځ پر وړاندې قانوني ګامونه اخلي.

له هغه راهيسې چې د جولای پر ۳ مه له واکه لرې کړی شوی، ښاغلی مرسي په يوه نامعلوم ځای کې دی او کوم تور هم نه دی پرې لګېدلی.

د ده کورنۍ ويلي دوی د دغه پخواني ولسمشر د "سلامتۍ او خونديتوب" په اړه پوځ مسئول ګڼي.

دا له هغه راهيسې چې ښاغلی مرسي له واکه لرې کړی شوي، د ده د کورنۍ لومړۍ اعلاميه ده.

شيماء مرسي خبریالانو ته وويل "موږ د خونړۍ کودتا مشر عبدالفتاح السيسي پر ضد سيمه ييز او نړيوال قانوني ګامونه اخلو".

د مرسي يوه زوی اسامه وويل: "څه چې روان دي له بشري حقونو سرغړونه د کلمې په هره معنا يوه رسوايي ده".

ده هغه بڼه چې له مخې يې پوځ مرسي نيولی يوه "تښتونه" وبلله.

ده وويل کورنۍ يې له واکه لرې کېدو راهيسې له پخواني ولسمشر سره کومه اړيکه نه لري.

د ښاغلي مرسي اخوان المسلمين ډلې د پوځ په ملاتړ نوې ادارې منلو ته غاړه نه ده ايښې.

دغې ډلې په نژدې ورځني ډول د سړکونو احتجاجونه روان ساتلی دي.

د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د ښاغلي مرسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

خو د مصر منځمهالې اداره ټينګار کوي دی په يو "خوندي ځای" کې ساتل کېږي.

ورته مطالب