عراق کې د زندانونو ماتېدا: له تاجي او ابو غريب نه سلګونه بنديان تښتېدلي

د عراق له دوو زندانونو لسګونه بنديان وروسته له هغه وتښتېدل چې وسله والو له پلازمېنې بغداد سره څېرمه پر دغو زندانونو بريد وکړ.

د بغداد لوېديځ لور پر ابوغريب او شمال لور تاجي زاندانونو بريد سره جګړه ونښته چې څو ساعته روانه وه.

زندانونو ته ننوتلو لپاره، چې بنديانو کې يې د القاعدې کسان هم شته، هاوان وسلې کارول شوې او هم ځانمرګي چاودنې شوې دي.

د امنيت ساتونکيو لږترلږه ۲۰ تنه په داسې حال کې وژل شوي چې پر زندانونو يې د ولکې ټينګښت هڅه کوله.

د عراق پارلمان يوه غړي حکيم الزميلي ويلي چې د ابوغريب له بدنومي زندان نه شاوخوا ۵۰۰ کسان تښتېدلي دي.

ده رويټرز خبري اژانس ته ويلي ډېری يې د القاعدې غړی وو، چې په اعدام يا مرګ محکوم شوي وو.

رويټرز د يوه امنيت چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی اخيستی ويلي"دا په ښکاره يو ترهګر بريد و، چې د القاعدې محکومو شويو ترهګرو خوشي کولو لپاره القاعدې ترسره کړی دی."

ابوغريب د صدام حسين واکمنۍ پر مهال د نظام مخالفانو ځورولو لپاره کارول کېده، او نومبدي يې په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال لا زياته شوه، چې د امريکايي ساتونکيو له خوا د بنديانو ځورونې انځورونه خپاره شول.

د هاوان ډزې

پر زندان بريدونه د يکشنبې شپې پر ۹:۳۰ بجو پيل شوي وو.

وسله والو بريدګرو پر زندانونو هاوان ډزې کړې، او بيا يې له دروازو سره موټربمی چاودنې کړې دي.

حالت بيا په پای کې د دوشنبې سهار مهال د پوځ له لوري د چورلکو کارولو سره کابو شوی دی.

عراقي چارواکيو لومړيو کې دا خبره رد کړې وه، چې بريدونو کې دې زندانيان تښتېدلي وي، خو اوس يې منلي چې "ځينې" بنديان تښتېدلي دي.

د کورنيو چارو وزير وسام الفراجي ويلي دغه بريدګر چې ده "ترهګر" وبلل په وسلو ښه سمبال وو.

ده خبريالانو سره خبرو کې وويل: "يوازې پر تاجي زندان بريد د ۹ ځانمرګيو او دريو موټربمونو سره ترسره شوی چې ځانمرګيو چلول".

ده زياته کړه "بريدګرو د هاوان څه د پاسه ۱۰۰ مرمۍ ويشتلې، او بنديان اوس کابو شوي دي".

ورته مطالب