د لبنان د حزب الله پوځي څانګه ترهګره وبلل شوه

Image caption له دې وروسته څوک نه شي کولی د حزب الله پوځي څانګې ته پيسې ورکړي

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې موافقه وکړه چې د لبنان د حزب الله پوځي څانګه دې د ترهګرو په لست کې ور اضافه شي.

مخکې هم ځينو هېوادونو دا غوښتنه کړې وه، خو اړينه وه چې بايد د اروپايي ټولنې ټول ۲۸ غړي هېوادونه پر دې يوه خوله وي.

دغه پرېکړه به اوس په اروپا کې د حزب الله خواخوږو ته دا غير قانوني کړي چې دغې ډلې ته يا پيسې واستوي او يا يې له پوځي غړو سره اروپايي دپلوماتان وويني.

خو د ځينو هېوادونو غړي د پرېکړې په اړه محتاط و، ويل يې ښايي دا په لبنان کې وضعيت بې ثباته کړي.

په بروکسل کې د بي سي خبريال کرس مورېس وايي ځينو هېوادونو ټينګار کاوه چې په دې سره به د حزب الله د سياسي او پوځي څانګو ترمنځ توپير کول ګران شي.

هغه هېوادونه چې د دې پرېکړې پلوي يې کوله ویل يې کره شواهد شته چې د حزب الله ډلې تېر کال په بلغاریا کې پر اسراییلي سيلانیانو بمې برید وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ کسان ووژل شول.

خو حزب الله ډلې هغه وخت دا تور رد کړی و.

اروپايي ديپلوماتان په قبرس کې هغې بلې قضیې ته هم اشاره کوي چې د حزب الله د ډلې غړي په کې د اسراییلي وګړو پرضد د بریدونو په پلانولو مجرم وپېژندل شول.

په همدې حال کې د لبنان حکومت له بروکسل نه غوښتنه کړې چې د حزب الله ډلې پرضد اقدام ونه کړي.

خو له پولې هغه غاړه په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ د حزب الله ډلې کړونو له حزب الله سره د اروپايي مشرانو مخالفت ډېر کړی دی.

حزب الله ويلي چې د بشار الاسد حکومت به ړنګېدو ته پرېنږدي.

داسې راپورونه دي چې د حزب الله جنګيالي عملآ په سوريه کې د سوري حکومت د مخالفينو پر وړاندې په جګړه کې بوخت دي.

ورته مطالب