خامنه يي: له امريکا سره خبرو ته خوشبين نه يم

Image caption د ايران مشر وايي له نړۍ سره په تعامل کې بايد مخ پر وړاندې ولاړ شﺉ

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي له لوړپوړو ايراني چارواکو سره د ليدنې پر مهال له ايران سره د امريکايي چارواکو د وروستېو ورځو د خبرو په تړاو ويلي چې ډېر ورته خوشبين نه دی:

"د دې کال په لومړيو کې مې هم ويلي و چې له امريکا سره خبرو ته خوشبين نه يم، که څه هم په تېرو کلونو کې مې د عراق په څېر د ځانګړو مسايلو په برخه کې خبرې اترې نه وې منع کړې."

د ايت الله خامنه يي په وينا: "امريکايان د باور وړ نه دي، غير منطقي دي او په خپل چلند کې رېښتوني نه دي."

په تېرو څو ورځو کې د امريکا سياسي او ټولنيزو څېرو په جلا جلا ليکونو کې له ولسمشر اوباما غوښتي، چې د ايران په ټاکنو کې د حسن روحاني بريالي کېدو ته په کتو له دغه هېواد سره د خبرو مېز ته کېني.

د ايران مشر د دغه هېواد مسوولينو ته په خطاب کې وويل، له نړۍ سره په تعامل کې بايد مخ پر وړاندې ولاړ شﺉ:

"له نړۍ سره په تعامل کې هنر دا دی چې وکړای شی پرته له دې چې مقابل لوری وکړای شي ستا مخه ونیسي، خپلې لارې ته دوام ورکړې او که له نړۍ سره تعامل د بېرته ستنېدو لامل شي، دا يو تاوان دی."

۸ کلن راپور

ښاغلي خامنه يي د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي د اقتصاد مسله او د علمي پرمختګونو دوام بايد د ټولو مسوولينو په کاري لومړيتوبونو کې وي.

د ايت الله خامنه يي له وينا وړاندې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپلې تېرې اته کلنې دورې په اړه تفصيلي راپور وړاندې کړ.

د ښاغلي احمدي نژاد راپور د ۲۱ پوښتنو د ځوابولو لپاره طرحه شوی و، چې په ځوابونو کې يې د حکومت د اته کلنې دورې کړنې او لاسته راوړنې له پخوانيو حکومتونو سره پرتله شوې.

په دغه ناسته کې نوي ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني، د نګهبان شورا مشر احمد جنتي، د ملي شورا مشر علي لارېجاني او د قضايه قوې مشر صادق لارېجاني ګډون کړی وو.

ورته مطالب