اردن وايي ابو قتاده نه خوشي کوي

ابو قتاده
Image caption پر ۵۳ کلن ابو قتاده په ۱۹۹۹ کال په غیاب کې د اعدام حکم وشو.

د اردن یوې محکمې اسلامپالی مشر عمر محمود محمد عثمان چې په "ابو قتاده" مشهور دی، د پیسو په مقابل کې د خوشي کولو غوښتنه رد کړې ده.

د هغه وکیلان هڅه کوي، چې د خپل موکل د خوشي کولو لپاره نورې لارې ولټوي.

یوه وکیل یې تیسیر دیاب وویل، چې محکمې یې له دوو اونیو راهیسې د خوشي کولو په تړاو د غوښتنې رد کولو علت څرګند نه کړ.

تیسیر وايي، پر چارشنبې به له خپل موکل سره د راتلونکو ګامونو په اړه وغږېږي.

ابو قتاده د اردن په هغه ټينګ زندان کې ساتل کېږي، چې ۱۱۰۰ نور اسلامپالي بندیان په کې د ترهګرۍ په تور تر نیول کېدا وروسته ساتل کېږي.

برتانیا ابو قتاده د روان جولای پر اوومه اردن ته وسپاره.

برتانیا له تېرو لسو کلونو راهیسې د برتانیا د ایستلو پر سر قانوني جګړه پیل کړې وه، چې تر یو نیم میلیون ډېر ډالر پرې لګول شوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمانونو وېره لرله، که چېرې ابو قتاده اردن ته وسپارل شي، شاید له لا ډېرو شکنجو سره مخامخ شي.

خو په وروستیو کې برتانیا او اردن یو تړون لاسلیک کړ، چې ابو قتاده به د بند پاتې موده اردن کې پرته له دې تېروي، چې اردني امنیتي سازمانونه به یې نه شکنجه کوي.

پر ۵۳ کلن ابو قتاده په ۱۹۹۹ کال په غیاب کې د اعدام حکم وشو.

نوموړی په عمان کې پر امریکايي ښوونځي ترهګریز برید کې تورن پېژندل شوی و.

خو د نوموړي د اعدام سزا پر شاقه کارونو سربېره پر عمري بند واوښته.

په ۲۰۰۰ کال کې بیا وروسته په ۱۵ کلونو بند محکوم شو.

د ویلو ده چې ابو قتاده ۱۹۶۰ کال د اوسني فلسطین بیت لحم کې زیږېدلی، هغه مهال دغه سیمه د اردن تر واک لاندې وه.

نوموړي په ۱۹۹۳ کال برتانیا ته پناه یووړه.

ورته مطالب