القاعده وايي پر ابوغرېب او تاجي زندانونو ډله ييز بريدونه دوی کړي

Image caption په عراق کې پر زنداونو شويو بريدو کې سلګونه بنديان تښتېدلي دي.

القاعدې ويلي په عراق کې پر دوو زندانونو ډله يیز بريدونه دوی ترسره کړي، چې د دغه اورپکې ډلې جګپوړيو غړيو په ګډون يې سلګونه بنديان خوشي کول.

القاعدې پر انټرنېت خپرې شوې يوه اعلاميه کې ويلي د يکشنبې ورځې دغه بريدونه د هغې لړۍ پای و چې موخه يې د بنديانو خوشي کول او د قضايه سيستم چارواکيو په نښه کول وو.

له بغداد سره څېرمه پر ابوغريب او تاجي زندانونو بريدونو پر مهال لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.

ابوغريب د صدام حسين واکمنۍ پر مهال د نظام مخالفانو ځورولو لپاره کارول کېده، او نومبدي يې په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال لا زياته شوه، چې د امريکايي ساتونکيو له خوا د بنديانو ځورونې انځورونه خپاره شول.

د سې شنبې پر ورځ (د جولای ۲۳ مه) له القاعدې سره تړلې ډلې، چې ځان د عراق اسلامي دولت بولي، ويلي پر زندانونو بريدونه دوی کړي دي.

دغه ډله چې په عراق او سوريه کې د القاعدې له ډلو جوړه شوې، ويلي د پلازمېنې لوېديځ ابوغريب او شمال تاجي زندانونو يې بريدونو لپاره پر "پلانونې مياشتې" وخت تېر کړی دی.

دغې ډلې دا داوه هم کړې چې د سلکونه خوشي شويو بنديانو ترمنځ ۵۰۰ اورپکي هم وو.

عراقي چارواکيو لومړيو کې دا خبره رد کړې وه، چې بريدونو کې دې زندانيان تښتېدلي وي، خو وروسته يې بي ومنله چې "ځينې" بنديان تښتېدلي دي.

د عراق کورنيو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ يوه اعلاميه کې ويلي وسله والو د زندان ساتونکيو له لوري مرښته ترلاسه کړې ده.

د بريتانيا حکومت چې په ۲۰۰۹ کال کې يې له دغه هېواده د جګړې ځواکونه ايستلي، د دغو بريدونو غندنه کړې ده.

ورته مطالب