د يوروزون صنعت "بيا وده کوي"

Image caption جرمني په پرله پسې ډول په صنعت کې چټکه وده کړې ده.

د يوې څېړنې له مخې په يوروزون سيمه کې د شخصي سکټور صنعت په جولای کې بېرته د ودې حالت ته ستون شوی دی.

له دې سره دا هيلې غوړېدلې چې د يوه پولي واحد کارولو دغه سيمه به ژر له اقتصادي سوړبازارۍ ووځي.

(مارکېټ) د يوروزون بازار د پېر مديرانو شاخص نښې (PMI)، چې د کاروبار لاسته راوړنې ارزوي، په جولای کې يې کچه ۵۰،۴ وه. له ۵۰ لوړه دغه شمېره د پراخوالي څرګندونه کوي.

د جولای شمېره په جون کې له ۴۸،۷ لوړه وه، او د ۱۸ مياشتنۍ مودې لوړه کچه په ګوته کوي.

يوروزون د ۲۰۱۱ کال له وروستيو په سوړبازارۍ کې و.

د پېر مديرانو شاخص نښې (Purchasing Managers' Index) اقتصادي نښانې دي چې د شخصي سکتور شرکتونو له مياشتنيو ارزونو ترلاسه کېږي.

په (مارکېټ) کې جګپوړی اقتصادپوه کرېس وېليمسن وايي "د PMI د يو نيم کال مودې دغه پايلې هڅوونکې بېلګې برابروي او دا څرګندوي چې د يورو کارونې سيمه له اوږدې مودې وروسته په درېيمه دری مياشتنۍ موده کې له سوړبازارۍ راووځي".

ده وويل دغه اقتصادي سېک او راژوندۍ کېدا په صنعت کې پر پراخ بنسټه لوړوالي ولاړه او هم د خدمتونو سکټور کې له ثبات تړلې ده.

خو ده خبرداری ورکړ چې د بې کارۍ کچې کمېدا به روانه وي، که څه هم د کال د لومړيو پرتله به يې ورو وي.

د ودې وړاندوينه

د مارکېټ څېړنې موندلې چې صنعتګرانو له ۲۰۱۱ کال راهيسې د مياشتني ستر توليد راپور ورکړی، او هم دا چې د دې سکتور توليد د ۲۰۱۲ کال له فبرورۍ راهيسې لومړی ځل وده کړې ده.

د خدمتي سکتور فعاليت لوېدلی، خو دغه لوېدا په تېرو ۱۸ مياشتو کې تر ټولو وړه وه، او مارکېټ ويلي دغه معلومات وروسته له هغه چې د کال لومړيو کې "د نرخونو لوېدا په نښه کړې وه"، د ثبات نښو څرګندونه کوي.

د PMI کچه د يوروزون سيمې بېلابېلو برخو کې د زرګونو شرکتونو پر څېړنو ولاړه ده، او د اقتصادي ودې د باور وړ شاخص په توګه بلل کېږي.

ښاغلي وېليمسن وويل تازه معلوماتي شمېرې په انډوليز ډول د دې څرګندونه کوي چې يوروزون به د روان کال په درېيمه دری مياشتنۍ موده کې ۰،۱٪ وده وکړي.

د يوروزون اقتصاد په اړه د اروپا مرکزي بانک وړاندوينه کې ويل شوي چې د ۲۰۱۳ ټول کال موده کې به ۰،۶٪ سلنه شاته وي، خو په ۲۰۱۴ کال کې به په ۱،۱٪ سلنې ودې رغېږي.

دغو معلوماتو د يوروزون سيمې غړيو هېوادونو ترمنځ دوام لرونکې تشه راسپړلې ده.

جرمني په پرله پسې ډول په ښه حالت کې دی او په صنعت او خدمتونو او هم د دندو جوړونې ځواکمنۍ کې يې چټکه وده کړې ده.

خو د جنوبي اروپا هېوادونو بيا ښوولې، چې توليد په کې لېدلی خو لوېدا يې په ټيټه کچه وه.

ورته مطالب