۶۹ کلن امریکایی ممثل ډینیس فارینا ومړ

ډینیس فارینا
Image caption فارینا او مان د لومړي ځل لپاره د تېرې اتیایمې لسیزې اوږدو کې د "جرم کیسه" تلوېزیوني سریال کې یوځای ولوبېدل.

امریکایی سینمايي لوبغاړی ډینیس فارینا د ۶۹ کلونو په عمر اریزونا ایالت کې مړ شوی دی.

نوموړی د "قانون او نظام" تلوېزیوني سریال کې، چې د نیویارک پر پېښو راڅرخېده، لوبېدلی چې په "قوي سړي" یې هم شهرت درلود.

نوموړی د وینې د پرڼ کېدو له کبله مړ شوی، چې ویل کېږي، بډوډي یې هم کار پرېښی و.

فارینا یوه پولیسي سریال کې د جو فونتانا مستنطق افسر رول لوبولی، چې تر ډېره د نیویارک پېښې یې رانغښتې دي.

په ۱۹۸۸ کال کې د "Midnight Run او ۱۹۹۵ کال د "Get Shorty" په څېر کومیډي فلمونو کې هم د بدبخته زلمي په رول کې لوبېدلی.

زووي دیستچانل ممثلې، چې له فارینا سره یې یوځای کار کړی، ویلي چې "ډېره نېکبخته یم، چې له هغه سره معرفي شوم، هغه یو ډېر جذاب او زړه راښکونکی سړی و".

فارینا د ۱۹۴۴ فبرورۍ ۲۹ شیکاګو ایالت کې زیږېدلی، او مخکې له دې چې د ۱۸ کلونو لپاره مستنطق افسر شي، امریکايي پوځ کې یې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په څلوېښت کلنۍ کې تمثیل او سینما ته مخه کړه، او د لومړي ځل لپاره د مایکل مان په "غل" فلم کې ولوبېده، چې دا فیلم ۱۹۸۱ کال کې راووت.

فارینا ۲۰۰۴ کال یوه مرکه کې ویلي چې "په هرڅه مین شوم، کار مې خوښ شو، له ټولو ګلانو ملګرو سره مې یوځای کار پیل کړ".

فارینا او مان د لومړي ځل لپاره د تېرې اتیایمې لسیزې اوږدو کې د "جرم کیسه" تلوېزیوني سریال کې یوځای ولوبېدل.

بیا وروسته د "سړیو ښکاري" پولیسي سریال کې د انسان غوښې خوړونکي په رول کې ولوبېد.

ده له ماریان کاهیل سره ۳۵ کاله مخکې واده وکړ، درې اولاده او شپږ لمسیان لري.

ورته مطالب