د سوېلي سودان ولسمشر ټوله کابینه وځنډوله

سلواکییر
Image caption سوېلي سودان اوسمهال په خرطوم کې له سوډاني حکومت سره د تېلو د تولید او ترانزیتي مالیاتو پر سر په شخړه کې دی.

د سوېلي سودان ولسمشر سلواکییر د دغه هېواد په دوه کلن تاریخ کې د خپل مرستیال ریاک او ټ،له کابینه ځنډولې ده.

د اطلاعاتو پخواني وزیر بارنابا بېنجامین بي بي سي ته ویېلي، له مرستیال ولسمشره راښکته ټول وزیران له دندو لرې شوي دي.

خبریالان وايي، دا څرګنده نه ده، چې په دوی کې به کوم وزیر بېرته وټاکل شي او که نه.

سوېلي سودان اوسمهال په خرطوم کې له سوداني حکومت سره د تېلو د تولید او ترانزیتي مالیاتو پر سر په شخړه کې دی.

د سوېلي سودان حکومت مشرتابه کې اختلافات ډېر شوي دي.

دغه اختلافات وروسته تر هغه ډېر شول، چې د نویر نیته قبیلې سلاکار ریاک د ۲۰۱۵ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د ځان د کاندیدولو چمتووالی اعلان کړ.

قبیلوي وژنې

ریاک له بي بي سي سره یوې مرکې کې ویلي، چې د سوېلي سودان ولسمشر د دینکا له قبیلې څخه دی، چې په وینا یې د هېواد اداره کولو توان نه لري، فساد نه شي ختمولی او هېواد کې د قبیلوي وژنو کچه یې نه شوای راټیټه کړای.

Image caption سوېلي سودان کې د دوو لویو قبیلو ترمنځ اختلافونو او شخړو زرګونه کسان بې کوره کړل.

څارونکي وېره لري، چې سیاسي اختلافات به د واکمن ګوند مشرانو ترمنځ پر قبیلوي وژنو واوړي.

دوی وايي، که چېرې د سوېلي سودان مشرتابه د رواندا او لیبیریا په څېر نورو افریقايي هېوادونو له ترخو تجربو زده نه کړي، شاید هلته یوځل بیا تاوتریخوالی اوج ته ورسېږي.

د سوېلي سودان جونقلي ولایت کې چې له اتیوپیا سره نژدې ده، د دوو لویو قبیلو ترمنځ د سیاسي مشرتابه پر سر شخړې تر وژنو ورسېدې، چې زرګونه کسان په کې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول، ووژل شول او سخت وځپل شول.

د جنوبي سودان دولت دوه کاله مخکې له سودان څخه تر جلا کېدا وروسته، سیاسي کراري نه ده لیدلې، ځکه چې هلته لاهم بې سوادي ډېره ده او حکومت د خلکو د ژوند ښه کولو او روغتیايي چارو پراختیا ته هېڅ پام وړ پروګرامونه نه لرل.

ورته مطالب