م م د کډوالو په اړه د آسټراليا پر تګلارې اندېښمنه ده

Image caption په بېړيو کې ډېری تلونکي کډوال د سريلانکا دي، خو افغانان، ايرانيان او نور هم په کې شته.

ملګرو ملتو د کډوالو په اړه د آسټراليا پر نوې تګلارې اندېښنه ښودلې چې وايي د کډوالو د خونديتوب ضمانتونه په کې نشته.

د دغې تګلارې له مخې په کوچنيو بېړيو کې ور رسېدلي کډوال به پاپوا نيوګيني ته استول کېږي او عريضې به يې هماغلته څېړل کېږي چې که کډوال وبلل شول په هغه هېواد کې به مېشتېږي.

په بېړيو کې ډېری ورتلونکي کډوال د سريلانکا دي، خو افغانان، ايرانيان او نور هم په کې شته.

د آسټراليا حکومت وايي له سريلانکا نه د تښتېدونکو کډوالو لپاره د تبليغاتو يو پروګرام پيلوي چې په بېړيو کې يې له ورتګ نه زړه تور شي.

په سيمه کې آسټراليايي ډېلپماتانو يو خبري کنفرانس جوړ کړى و چې د کېوېن راډ د حکومت نوې تګلاره روښانه کړي.

تګلاره دا ده چې هرڅوک چې بې ويزې په بېړيو کې دغه هېواد ته ورځي، د پرېښودو اجازه نه ورکول کېږي او پرځاى به يې پاپوا نيوګيني ته واستول شي.

يوازې هماغه هېواد به دا ټاکي چې څوک رېښتونى کډوال دى او که کډوالي يې ومنل شي په هماغه هېواد کې به مېشتېږي.

سر له همدې جمعې ورځې (جولای ۲۶) نه آسټراليا په سريلانکا کې د راډيو، ټلوېزيون، ورځپاڼو او لويو لوحو له لارې تبليغات پيلوي چې يوازې يوه موخه لري چې په سريلانکا کې د دغه هېواد سفيرې سونيا کوپئې په دې ډول رالنډه کړه:

"کوم پيغام چې موږ يې ورکول غواړو روښانه دى: په بېړيو کې خطرناک سفر د دې وړ نه دى چې و يې زغمئ او په آسټراليا کې به د مېشتېدو حق هم تر لاسه نه کړئ. په دې سره مو پيسې بېځايه لګېږي او ښايي ژوند مو له خطر سره مخامخ شي."

پر افغانانو سربېره آسټراليا ته نور ورتلونکي وګړي د عراق او ايران دي. ډېرې بېړۍ په دې وروستيو کې ډوبې شوي او کسان په کې وژل شوي دي.

ځينې سريلانکايان ښايي د ژوند د ښه کولو په لټه کې وي، خو نور وايي له سياسي ترټنو او ځورونو تښتي.

د اسټراليا حکومت د انساني قاچاق وړونکو کړنې چې د بېړيو سفرونه د ډېرو پيسو په بدل کې سمبالوي غندلي او وايي د کډوالو په وړاندې خپلې ژمنې ډېرې جدي بولي.

خو د دغه هېواد د بشري حقونو ځينو ډلو ويلي چې ډېرئ کډوال بې له دې چې وکيل ولري له لومړنيو پوښتنو وروسته، بېرته شړل شوي دي.

ورته مطالب