"وزن دې ډېر دی، له هېواده ووځه"

Image caption د نیو زیلاند کډوالۍ د ادارې چارواکي وايي البرټ بیوټن هویس ۱۳۰ کیلو وزن لري چې دا په نیو زیلانډ کې د روغتیا له معیارونو نه زیات وزن دی.

په نیو زیلانډ کې چارواکو یوه اشپز ته چې د سوېلي افریقا دی ویلي چې په دغه هېواد کې د خپل وزن او چاغۍ له امله نور ژوند نه شي کولای.

د کډوالۍ د ادارې چارواکي وايي البرټ بیوټن هویس ۱۳۰ کیلو وزن لري چې دا په نیو زیلانډ کې د روغتیا له معیارونو نه زیات وزن دی.

البرټ شپږ کاله د مخه د نیوزیلاند کرایس چرچ ښار ته ګډه شو او له هغه مهال راهیسې یې ۳۰ کیلو ګرامه وزن کم کړی دی.

اوس دغه اشپز او ښځه یې وايي دوی چې کله نیو زیلانډ ته لاړل نو د البرټ وزن ۱۶۰ کیلو ګرامه و هغه مهال ورته څه نه و، ویل شوي خو اوس چې یې ۳۰ کیلو ګرامه وزن هم کم کړی دی ورته ویل شوي چې له هېواده ووځي.

د هغه ښځه وايي تر اوسه پورې هرکال البرټ خپله کاري ویزه نوې کوله هېڅ ستونزه نه وه خو اوس ده ته نه یوازې ویزه نه ده ورکړل شوې بلکې ورته ویل شوي چې له نیوزیلانډ نه ووځي.

اوس البرټ او د هغه مېرمنې د کډوالو وزارت ته عریضه کړې خو د کډوالو د چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د هغه عریضه یې ځکه رد کړې چې د هغه د چاغۍ له امله ورته ډېرې ناروغۍ متوجه دي.

لکه د زړه ناروغي، شکرې او وینې فشار.

نیو زیلاند یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ شمېر خلک په کې د ډېر زون لروونکي دي.

د دې هېواد نژدې ۳۰ سلنه وګړي له مناسب وزن نه ډېر وزن لري.

اوس چارواکي وايي هر هغه څوک چې نیوزیلانډ ته راځي باید له معیار سره سم وزن ولري.

ورته مطالب