د عراق تاوتريخوالی: مرګونو موټر بمي چاودنو شيعه ګان په نښه کړي

Image caption چارواکي وايي د دوشنبې بريدونو کې څه د پاسه ۲۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.

د موټر بمي چاودنو يوې څپې د پلازمېنې بغداد شيعه مېشتو او د دغه هېواد نورو سيمو کې لږترلږه ۵۱ کسان وژلي دي.

چارواکي وايي په دغو بريدونو کې څه د پاسه ۲۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.

ملګري ملتونه وايي له تېر اپرېل راهيسې بريدونو کې څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان وژل شوي، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې ورسره د زورزياتي پېښې تر ټولو هسکې کچې ته رسېدلې دي.

د تاوتريخوالي لوړېدا د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د ترينګلتيا لوړېدو سره هم مهاله راځي. سنيان وايي دوی د شيعه ګانو په مشرۍ د نوري المالکي حکومت له لوري څنګ ته شوي دي.

پوليس وايي د پلازمېنې بغداد بمونه په ولاړو موټرو کې پټ شوي وو، چې د ښار بېلابېلو برخو کې يې بازارونه او د موټرونو تمځايونه ځپلي دي.

راپورونه وايي تر ټولو مرګونی يې د بغداد ختيځ صدر شيعه مېشته سيمه کې شوی دی.

يو سړي ويل ده له هغه لږ مخکې چې د بغداد جنوب حبيبيه سيمه کې چاودنه وشي، موټر يې ليدل چې دغه تم ځای ته ورتلل.

ده اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته ويلي "موږ دلته ولاړ و چې يوه پېک اپ لارۍ دلته راغله او هلته ودرېده. هلته دوه نور موټر هم ولاړ وو. يو څو دقيقې وروسته دغه موټر وچاودېد".

يو بم د پلازمېنې جنوب محموديه سيمه کې چاودېدلی چې لږترلږه دوه کسان يې وژلي دي.

د پلازمېنې جنوب ختيځ کوت ښار لږ ترلږه ۷ کسان هغه مهال ووژل شول چې دوه موټر بمي چاودنې وشوې.

د عراق دوهم ستر ښار بصرې نه هم راپورونه ورکړل شوي چې بمي چاودنه په کې شوې ده.

په بغداد کې د بي بي سي عربي څانګې خبريال حداد صالح وايي دا کېدی شي څو کلونو کې تر ټولو زياته مرګونې مياشت وي، چې د روژې مياشتې له پيل سره په کې د بريدونو شمېر هم په چټکه زيات شوی دی.

که څه هم د تاوتريخوالي دغه پېښې د هغو پرتله چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د اورپکۍ د هسکې پر مهال شوې لږ مرګونې دي، دخو ا له هغه راهيسې چې امريکا په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېوداه وتلې ساحه يې تر ټولو پراخه ده.

يوازې جولای کې څه د پاسه ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب