سوريي ځواکونو خالديه ولسوالي بېرته نيولې

Image caption ملګري ملتونه وايي د پاڅون له پيله سوريه کې له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي

د صنعا خبري اژانس وايي پوځ په بشپړ ډول په خالديه او شاوخوا سيمو کې امنيت او ټيکاو راوستی دی.

فعالينو د دوشنبې په سهار په خالديه کې د نښتو راپورونه ورکړي، خو وايي د دغې ولسوالۍ ډېره برخه د پوځ تر کنټرول لاندې ده.

دغه اعلان له هغه يوه مياشت وروسته کېږي چې حکومتي ځواکونو د سوريې له دريم ستر ښار نه د ياغيانو د وېستو لپاره عمليات پيل کړي دي.

يوازې د حمص زوړ ښار او د ګوتو په شمار ولسوالۍ لا هم له مخالفينو سره دي.

د يکشنبې په ورځ يوه عربي تلويزيون د خالديې تصويرونه خپاره کړل، چې نړېدلۍ ودانۍ او د کنډو کپرو امبارونه په کې ليدل کېدل.

حمص د بشار الاسد پر ضد د دوه کلن پاڅون د مرکز په توګه يادېږي، چې ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي دي.

په وروستيو مياشتو کې حکومتي ځواکونو پر سوري ياغيانو خپل بريدونه ډېر کړي او يو شمېر سيمې يې بېرته نيولي دي.

څو ورځې وړاندې د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون وويل چې د بشار الاسد حکومت بېرته پياوړی کېږي.

امريکا او اروپايي ټولنه له سوري ياغيانو سره ملکي مرستې کوي، خو لا هم په دې لاس نيولي دي چې دوی سره پوځي مرستې وکړي.

دوی وايي که سوري ياغيانو ته پوځي وسايل ورکړي، ښايي د يو شمېر تندلارو ډلو لاسونو ته ولوېږي، چې د نورو ستونزو د زېږېدو شونتيا ډېروي.

ورته مطالب