مرسي سره د یوه بهرني سیاستوال لومړنۍ کتنه

اشتون
Image caption اشتون د اخوان المسلمین ګوند سیاسي څانګې حریت او عدالت له استازو او د تمرد یا بغاوت له استازو سره هم کتلي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تگلارې مشرې کټرين اشتون د مصر له پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي سره وليدل.

د روانې ميلادي مياشتې له لومړيو راهيسې چې د پوځ له لوري د ښاغلي مرسي واکمني ړنگوه شوې دا لومړى ځل دى چې يو بهرنى سياستوال له دې سره ويني.

آغلې اشټون له ښاغلي مرسي سره له کتنې وروسته وويل چې نوموړى له ښې روغتيا برخمن دى او ټوکې يې هم کولې.

میرمن اشتون وايي "موږ دوه ساعته سره يو ځاى و. هغۀ ته نيم ساعت وړاندې خبر ورکړل شوى و چې زه به ور سره وينم. زما په اند هغه خوشاله و چې ما ويني، ځکه زه يې پېژنم."

د میرمن اشتون په وینا له مرسي سره دووه سلاکاران هم دی او دوی ټول یو ځای دي. دى په يوۀ پوځي ځاى کې ساتل کېږي او شا وخوا ته شته خلک يې خيال ساتي. ما برابرې شوې آسانتياوې ولېدې او د يخچال ور مې پرانيست چې هر څه په خپله ووينم"

آغلې اشتون زياته کړه چې ښاغلى مرسي ورځپانو او تلويزيون ته هم لاسرسى لري.

آغلې اشټون د هليکوپټر او نورو ترانسپورتي وسيلو په مټ دغې پوځي اډې ته چې ښاغلى مرسي په کې ساتل کېږي ورغلې وه. خو نوموړې وايي د دغې اډې د ځاى ځايگي په اړه نه پوهېږي.

Image caption اشتون وايي زما په اند هغه خوشاله و چې ما ويني، ځکه زه يې له پخوا پېژنم

آغلې اشتون له ښاغلي مرسي سره د خبرو په اړه ډېر جزييات نه دي په ډاکه کړي خو وايي دغه دوه ساعته خبرې ډېر ژورې وې.

آغلې اشتون چې له ښاغلي مرسي سره له کتنې وړاندې او وروسته د مصر د لنډمهالي حکومت له چارواکو سره خبرې کړې وايي، د دواړو غاړو نظرونه ډېر سره بېل دي خو ټول په ټينگه لېواله دي چې روان کړکېچ ته د حل يوه لاره را وباسي.

د مصر پوځ د روانې جولای پر درېیمه محمد مرسي د یوې پوځي کودتا په پایله کې له واکه لیرې او زنداني کړ.

د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي وايي، کودتا یې د ولس د غوښتنې پوره کولو په خاطر کړې ده.

خو اخوان المسلمین ګوند او د مرسي پلویان دا د مشروع نظام پروړاندې بربنډه کودتا بولي.

اشتون د تمرد یا بغاوت ډلې له استازو سره هم کتلي، چې د تېرې میاشتې د دېرشمې نېټې مرسي ضد مظاهرو کې یې ستر رول درلود.

مصر کې د محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته تر اوسه تاوتریخجنو مظاهرو کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب